Sunday, 31 July 2016


د وردګو ولايت پېژندنه

وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو کې موقعيت لري،د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره لوړ دی. نفوس يې شاوخوا يوميليون تنه اټکل شوى،خو بايد وويل شي چې دغه شمېر وروستى او ډيرکره نه دى .
د وردګو ولايت د هېواد د مرکزي ولايتونو په ډله کې دى ، په ولايتي کچه په درېيمه درجه ولايتونو کې حسابيږي او مرکز يې (ميدان ښار) د کابل ښار سوېل لوېديځ لورته په شاوخوا ٣٥ كېلومترۍ كې پروت دی.
دوردګو ولايت ختيځ ته لوګر او کابل ، لوېديځ ته يې باميان ، سوېل لوېديځ او سوېل ته يې غزني موقعيت لري ، شمال لوېديځ ته يې هم باميان او شمال ته يې پروان ولايت موقعيت لري . د دغه ولايت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ ) کيلومتره مربع ته رسيږي .
په وردګو ولايت کې ټول ټال ۴۷ ملکي اونظامي ادارې شتون لري ، چې ټولې فعاله دي .
دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانګړي ولايت په توګه منل شوى او د کابل –هرات او کابل – باميانو لويې لارې ورڅخه تېرې شوې دي . 
په پسرلي او دوبي کې يې هوا معتدله خو منى او ژمى يې هوا ډېر سړه وي او د ژمي پرمهال په کې ډېره واوره ورېږي او د هېواد په سړو سيمو کې شمېرل کېږي. 
ولسوالۍ :
ميدان ښار ددغه ولايت مرکز او سيداباد، جغتو ، چک ، دايميرداد (جلګه ) نرخ ، جلريز ، بهسود مرکز او لومړۍ حصه يې ولسوالۍ دي . 
د وردګو اداري واحدونه
۱- ميدان ښار:
د وردګ ولايت مرکز ميدان ښار د کابل لوېديځ ته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ميدانښار چې (٣٤٥) کيلومتره پراخوالي لري دبحر له سطحې څخه (٢٢٢٥) متره لوړ د (٣٤٢٧٠٠)عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلد درجو ترمنځ موقعيت لري، چې د (٥٩) اصلي کليو او يوه فرعي کلي لرونکى دى. د ميدان ښار د تاريخي سيموله ډلې د ګنبدشاه،چې چغتای پورې اړه لري نوم اخيستلای شو.په عمومي توګه دميدانښارخلک په کرنه،مالدارۍ،بڼوالۍ او سوداګرۍ بوخت دي.البته د وګړو اقتصادي وضعيت يې ډېر ښه نه دی.
۲- سيداباد ولسوالي:
سيداباد ولسوالی د وردګ ولايت له لومړۍ درجه ولسواليو څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار څخه (٣٥) کيلومتره واټن لري. نوموړۍ ولسوالي (١٠٢٩) کيلومتره مربع پراخوالی، د بحر له سطحى څخه (٢٤٠٠) متره لوړوالى او د (٣٤٥٩٥٠) عرض البلد او د (٦٨٤٣٠٠) طول البلد درجو ترمنځ ،د(١١٧) اصلي او (٧٣) فرعي کليو لرونکې ده. ددغې ولسوالۍ شمال ته چک ولسوالي، سوېل ته د لوګر دخروار ولسوالي او دغزني ولايت زنه خان، ختيځ ته د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالي، لوېديځ ته دچک او جغتو ولسوالۍ، شمال ختيځ ته نرخ ولسوالي، سوېل ختيځ ته دعزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ پرتې دي. د سيداباد استوګن په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له پوهنې سره زياته مينه لري. دغه ولسوالي ډېر حياتي موقعيت لري او د کابل -کندهار پر لويه اکمالاتي لاره پرته ده.
۳- جغتو ولسوالي:
جغتو ولسوالۍ دوردګ ولايت د دويمې درجې ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې له ميدان ښار څخه (١٢٤) کيلومتره واټن لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته چک ولسوالي،سوېل ته يې د غزني خواجه عمري، خوګياڼي او رشيدان ولسوالۍ، ختيځ ته يې سيداباد ولسوالي، لوېديځ ته يې د غزني ناور او رشيدانو ولسوالۍ پرتې دي.د جغتو ولسوالي پراخه نيمه دښتې لري او ٢.٥ برخه ځمکه يې کرل کېږي. د دغې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،مالدارۍ او بڼوالۍ بوخت دي او د خلکو اقتصادي حالت يې کمزوری دى.
۴- چک ولسوالي:
چک ولسوالي د وردګو ولايت د دويمه درجه ولسواليو له ډلې شمېرل کېږي،چې د ميدانښار شمال ته په (٤٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري. د چک ولسوالي (١٩٣) اصلي کلي لري. د بحر له سطحې(٢٢٠٠) متره لوړه او (١١٧٧) کيلومتره مربع د (٣٤٠٦٠٠) عرض البلد او (٦٨٣٥٠٠) طول البلد درجو په حدودو کې واقع ده. ددغې ولسوالۍ شمال ته نرخ او دايميرداد ولسوالۍ، سوېل ته يې جغتو او سيداباد ولسوالۍ، ختيځ ته نرخ او سيداباد ولسوالۍ، لوېديځ ته يې مرکزي بهسود او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي.سياب،انګورباغ او د ترممدغرونه د جغتو دګرځندوی سيمې دي،او لوګرسيند ددغې ولسوالۍ له غرونو څخه سرچينه اخلي. د چک د اوبو دبريښنا فابريکه ددې ولايت دمهمو صنعتي ودانيو په لړ کې راځي،چې بيارغونه يې ددې ولسوالۍ په ارزښت کې د پام وړ بدلونونه راوستلای شي. ددې ولسوالۍ زياتره خلک په کرنه،بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي حالت يې د ميدان وردګ ولايت له نورو سيمو سره ورته دی.
۵- نرخ ولسوالۍ:
نرخ ولسوالي ، چې د وردګو د درېيم درجه ولسواليو په لړ کې راځي،چې دميدان ښار سوېل او سوېل لوېديځ ته په (٨) کيلومترۍ کې موقيعت لري. نوموړې ولسوالۍ (١٢٩) اصلي او (٤٣) فرعي کلي لري. نرخ ولسوالۍ د بحر له سطحې (٢٢٠٠) متره لوړوالی،(٤٨٠) کيلومتره مربع پراخوالی او د (٣٤٢٢٠٠) عرض البلد او (٦٨٤٨٠٠) طول البلددرجو ترمنځ موقيعت لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته جلريزولسوالي،ميدان ښار او کابل ولايت، سوېل ته لوګر ولايت، ختيځ ته دولايت مرکز(ميدان ښار) او کابل ولايت، لوېديځ ته د سيداباد،چک او دايميرداد ولسوالۍ پرتې دي. د نرخ ولسوالۍ خلک په عمومي توګه په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې اقتصادي حالت يې تر نورو سيمو زيات کمزوری دی. په نرخ ولسوالۍ کې د ګروميټ لوى کان موجود دى او ددغې ولسوالۍ مڼې ډيرې مشهورې دي.
۶- جلرېز ولسوالي:
جلريز ولسوالي د وردګو ولايت د دويم درجه ولسواليوپه ډله کې راځي،چې دميدان ښار په (٣٠) کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دغه ولسوالي (١٢٤) اصلي کلي لري. دغه ولسوالي د بحرله سطحې (٢٣٧٥) متره لوړه پرته ده ،چې مساحت يې(١١٣٩) متره مربع او په(٦٨٣٠٠٠) طول البلد درجو کې موقعيت لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالي او دکابل پغمان ولسوالي، سوېل ته ميدان ښار او نرخ ولسوالي،ختيځ ته ميدان ښار، لوېديځ ته د دايميرداد او د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالۍ پرتې دي. د جلريز ولسوالۍ د لرغونو سيمو په ډله کې کشک تپه او مزار پوشته يادولاى شو. ددغې ولسوالۍ خلک په عمومي ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۷- د بهسودو لومړۍ برخه:
د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي د وردګو ولايت د دويمې درجې ولسواليو له جملې څخه شمېرل کېږي،چې دميدان ښار لوېديځ لور ته په ٥٥ کيلومترۍکې پرته ده. نوموړې ولسوالۍ (٢٣٢) اصلي او (١٥١) فرعي کلي لري. دا ولسوالي د عرض البلد په (٣٤٢١٠٠) او دطول البلد په (٦٧٥٤٠٠) درجو کې پرته ده، دبحر له سطحې څخه (٢٩٩٥) متره لوړه ده او (١٣٢٥) کيلومتره مربع پراخوالی لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته شيبرباميان، سوېل ته دايميرداد او د غزني د ناور ولسوالۍ ، ختيځ ته دايميرداد،جلريز او د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالۍ پرتې دي، لوېديځ ته د بهسودو مرکزي ولسوالۍ سيمې پرتې دي. دبهسودو په تاريخي سيمو کې شينيه د يادولو وړ ده.دهلمندسيند چې له نوموړې ولسوالۍ څخه تېريږي دې ولسوالۍ ته زياته ښکلاء ورکوي.خلک يې په کرنه کې له دې اوبو څخه استفاده کوي. ددې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي،چې پخوايې مالدارۍ زياته وده کړې وه.د ټغراوبدل، ليمڅي، د پشمي جاکټونو او شالونوجوړول يې دلاسي صنايعو مهمې بېلګې دي.خود جګړو او پرله پسې وچکاليو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زيات زيانونه ور اوښتي دي.
۸- مرکزي بهسود:
د بهسودو مرکز ولسوالۍ دوردکو ولايت له لومړۍ درجه ولسواليوڅخه شمېرل کيږي چې (٦٧٩) اصلي کلي او (١٩٢) فرعي کلي لري. نوموړې ولسوالۍ د عرض البلد په (٣٤٣٠٣٠) درجو او د طول البلدپه (٦٨١٥٠٠) درجوترمنځ پرته ده ، دبحر له سطحې څخه (٢٩٥٠) متره لوړه او (٢١٨٦) کيلومتره مربع پراخوالى لري. دا ولسوالي له ميدان ښار څخه (١١٣) کيلومتره فاصله لري. ددغې ولسوالۍ شمال ته د باميانو يکاولنګ ولسوالي، سوېل ته د غزني ولايت ناور ولسوالي او د دايکنډي شهرستان ولسوالي، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه ولسوالي، لوېديځ ته د باميانو،پنجاب او ورث ولسوالۍ پرتې دي.ددغې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي ، ټغراوبدل،ليمڅي اوبدل،جاکټ جوړول او داسې نور يې لاسي صنايع دي. د لرغونو سېمو څخه يې د قوقرون سېمه يادولاى شو او د اوسپنې مشهورکان حاجي ګک په دغه ولسوالۍ کې پروت دى. .

۹- دايميرداد (جلګۍ) ولسوالي:
د دايميرداد(جلګې)ولسوالي د وردګو ولايت له درېيمه درجه ولسواليو څخه شمېرل کيږي،چې د ميدان ښار په (٩٠) کيلومترۍ کې موقعيت لري .(٧٢) کيلو متره سړک يې خام او پاتې (١٢) کيلومتره سړک يې قيرشوى دى.نوموړې ولسوالي (١١٢) اصلي كلي لري، دبحر له سطحې څخه (٢٤٥٠) متره لوړوالی، (١٣٤٢) کيلومتره مربع پراخوالی لري ، د عرض البلد د (٣٤١٣٢٠) او طول البلد د (٦٨١٨٣٠) درجو ترمنځ پرته ده .ددغې ولسوالۍ شمال ته د بهسودو مرکز، سوېل ته د دايميرداد او نرخ ولسوالۍ، ختيځ ته د بهسودو لومړۍ برخه، لوېديځ ته د غزني ناور ولسوالۍ موقعيت لري. ارګ کلا، کافر کلا ، کتب تپه ، بودک کلا، چتو تپه او لوى بودک د يادې ولسوالۍ مشهورې تاريخي سمې دي.ددغې ولسوالۍ خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى . په دايميرداد کې د ګچو کان شتون لري ، چې د خلکو په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لوبوي.
پوهنه: 
په وردګو کې ٤٥٠ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ١٧٢٨٩٢زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې يې ٤٤٧٩١نجونې دي .
چې په دې مرکزونو کې لېسې ، منځني او لومړني ښوونځي ، دارالحفاظونه،مدرسې دارالمعليمينونه ، دارالعلومونه او تخنيکي ښوونځي موجود دي ، چې د (۴٧٢٩ ) تنو استادانو له خوا ورته تدريس کيږي.
ددغه ولايت ٢٣١ ښوونځي ودانۍ نلري ، چې د پوهنې وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ده . 
په دغه ولايت کې ټول ښوونځي پرانيستي دي، خو يواځې په چک کې يو دارالعلوم د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوى دى، دغه راز کله کله د ناپېژانده وسله والو له خوا د نجونو د زده کړو پروړاندې ګواښونه پيدا کيږي ، چې بيا د سيمو د مخورو په هڅو ورته د حل لاره لټول کيږي .
دغه ولايت ته دولتي پوهنتون هم منظور شوى ، خو لا تراوسه پورې يې په فعاليت پيل نه دى کړى ، دغه راز درې خصوصي ښوونځي او د تابش په نامه يو خصوصي پوهنتون هم په فعاليت بوخت دى ، همدارنګه په دې وروستيو کې ددغه ولايت دچک ولسوالى د تخنيک انسټيټيوټ په ١٢ بېلابېلو څانګو او دټوپ دحسابدارۍ انسټيټيوټونه هم دپوهنې وزارت له خوا فعال شوي ، چې دوه کلنې مسلکي زده کړې په کې کېږي .
کرنه او مالداري: 
ددغه ولايت ډير وګړي په کرنيزو چارو بوخت دي او زياتره کورنۍ خپل ژوند له دې لارې تامينوي .
ددغه ولايت کرنيزه ځمکه ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ښودل شوې ده ، چې له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره يې ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي ځمکه ده. په منځنۍ ډول ددې ولايت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره باغونو نيولې ده.
او کېداى شي چې دا شمېر تر دې هم زيات وي، د ځينو سروې ګانو له مخې، شاوخوا ( ۱۰۷۶۴۱ ) تنه په دې ولايت کې د بزګرۍ په چارو بوخت دي.
د ياد ولايت ځمکې له سيندونو، کاريزونو، چينو او د ژورو څاګانو له لارې اوبه کيږي.
په دغه ولايت کې د هېواد په کچه زياتې مڼې کيږي ،چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونوسربېره يو شمېر هېوادونو ته لکه پاکستان ، هند ، عربي متحده امارات،سعودي عربستان او د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو ته صادريږي .
ددغه ولايت جورسې ، مارلينګ،بيروتۍ او ژېړې مڼې ډيرې مشهورې دې ، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو ، کيلاس ، شفتالو بادام ، چهارمغز او نورې ميوې هم په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي ، خو کروندګر يې د پلور له بازار څخه خوښ نه دي .
غنم، کچالو، جوار، لوبيا، مۍ، پياز او نور حبوبات يې له نورو کرنيزو توکو څخه دي ، چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کرل کيږي .
که څه هم ددغه ولايت کرنيز حاصلات هر کال د بدلون په حال کې دي ، خو بيا هم ځينې سرچينې يې په اوسط ډول د مڼو کلنى عايد ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ، دکچالو کلنى عايد يې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او د غنمو کلنى عايد يې (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي. ددې ولايت ځنګلي ساحه معمولا غرنيو بادامو پوښلې ، چې (۶۰۰ ) هکتاره يې يواځې د نرخ او جلريز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه يې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده ، چې زياته برخه يې د بهسودو په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده.
دغه راز په دغه ولايت کې يو شمېر خلک د شاتو د مچيو فارمونه هم لري او له دغې لارې يوه اندازه عوايد ترلاسه کوي .دغه ډول ددې ولايت ډيرى خلک د څارويو په ساتنه او پالنه بوخت دي او مالداري يې د عوايدو مهمه سرچينه ده .
لاسي صنايع: 
ددغه ولايت زياتره وګړي ، چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ترڅنګ يې يو شمېر اوسېدونکي د ټغرو، لمڅيو، شالونو، جاكټ ،دستكش، ګنډونه (يخنونه) او له مريو جوړشوي توکي جوړوي او بيا يې په خپلو سيمو او يانورو ښارونو کې پلوري . 
د اوبو اساسي بندونه: 
دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د اوبو اووه اساسي بندونه لري ، چې په جوړېدو سره يې د ياد ولايت په لسګونو زره جريبه حمکه خړبيږي.
۱ – ګنده قول بند ( جغتو ولسوالۍ ) ۲ – چک بند ( چک ولسوالۍ ) ۳ – ګردن مسجدبند ( چک ولسوالۍ) ۴ – باغک بند ( سيداباد شنيز دره) ۵ – اقچي بند ( نرخ ولسوالۍ ) ۶ – سنګلاخ ( جلريز ولسوالۍ ) ۷ – سرخ اباد ( مرکزي بهسود ولسوالۍ)
له پورتنيو بندونو څخه د شپږ بندونو د جوړولو پروژې د نړيوال بانک له خوا منظورې شوي او د چک دبرېښنا بند رغولو پروژه ، چې د برېښنا د شبکې تمديد او د يوه توربين نصبول پکې راځي د اوبو او بريښنا وزارت له خوا يې د جوړېدو ژمنه شوې ، خو لا تراوسه يې د جوړېدو کوم څرک نه ليدل کيږي .
د چک بند د هېواد په کچه د اوبو او برېښنا پنځم لوى بند دى ، چې درې لسيزې مخکې يې د کابل ښار ته برېښنا ورکوله ، خو په تېرو جګړيزو شرايطو کې ددغه بند زيات ځايونه تخريب او وسايل يې ويجاړ او له کاره ولوېدل .
ددغو بندونو د جوړېدو پر وړاندې ناامني ستر خنډ دى ، دغه مهمې حياتي پروژې چې د ولس غوښتنه او ګټه يې هم ټوله عام ولس ته رسيږي امنيت يې ټينګ کړي .
کانونه :
په دغه ولايت کې تراوسه پورې ٣٢ بېلابېل کانونه تثبيت شوي ، چې نومونه يې په لاندې ډول دي.
۱ – د بادام د سرخ بيدک د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۲ – د ابدرې دکروميټو کان ( نرخ )،۳ – د تيتمور دکروميټو کان ( مرکز ميدان ښار)،۴ – د چغرې د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۵ – دده پاک د کروميټو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۶ – د لويې ابدرې د کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۷ – دمنګليو دکروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۸ – د هفت اسياب د کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )، ۹ – د نوريود کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۰ – د تنګي چلپيکام کروميټو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۱۱ – د دوست قل کروميټو کان ( بهسود لومړۍ برخه )،۱۲ – د قول سليمان د مرمرو کان ( ميدانښار )،۱۳ – د خروټو د مرمرو کان ( ميدانښار)،۱۴ – د دوست قل د مرمرو کان ( بهسود لومړۍ برخه )،۱۵ – د يورد بالا د مرمرو کان ( بهسود لومړۍ برخه ) ،۱۶ – د کامران خېلو د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۷ – د لويې ابدرې د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ )،۱۸ – د منګليو د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ)،۱۹ – د وړې ابدرې د مرمرو کان ( سيدابادولسوالۍ)،۲۰ – د سپين ورسک د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ )،۲۱ – د جوقل د مرمرو کان ( نرخ ولسوالۍ )،۲۲ – د دشت ټوپ د مرمرو کان ( سيداباد ولسوالۍ)،۲۳ – د سموچ او سرخ اباد درخامو کانونه ( بهسود دويمه برخه )،۲۴ – د شاه مقصود معدني ظواهر( بهسود لومړۍ برخه )،۲۵ – د تکانې د ابرکو کان ( جلريز ولسوالۍ)،۲۶ – د شاه کابل د سوځېدلو ياقوتو کان ( ميدانښار )،۲۷ – د اندړو د فيروزې کاني ظواهر ( نرخ ولسوالۍ )،۲۸ – د بادام د زمرد کاني ظواهر ( نرخ ولسوالۍ)
۲۹ – د فولادي پايين د ګچو کان ( دایمیرداد)،۳۰ – د فولادي بالا د ګچو کان ( دايميرداد ولسوالۍ)،۳۱ – د کامران خېلو د تلک کان ( سيداباد ولسوالۍ )،۳۲ – د ساختماني ډبرو کانونه ( ميدان ښار )
د يادونې ده ، چې دغه کانونه د ياد ولايت او نورو اړوندو رسمي ادارو لخوا تاييد شوي او دا کانونه د سيمو خلکو ته هم ښه معلوم دي او يو شمېر سيمه ييز وګړي خو په کې کله ناکله غير قانوني کيندنې هم کوي ، که چېرې د کانونو وزارت د نړيوالې ټولنې په په مرسته په دغه ولايت کې د کانونو په برخه کې دقيقې څېړنې تر سره کړي ، نو لرې نه ده ، چې په دې ولايت کې به يو شمېر نورو مهم کانونه هم کشف او راڅرګند شي .
تاريخي سيمې: 
په ميدان وردګو ولايت کې د ډيرو ځايونو په اړه د خلکو په خولو کې خبرې شته ، چې لا تراوسه ورته رسمي ادارو مخه نه ده کړې او نه يې په اړه څېړنې پيل کړې دي ، خو په دغه ولايت کې ١٨ ځايونه تثبيت شوي ، چې تاريخي سمې دي : لکه ۱ – ګنبد شاه او د چغتايي خاندان ( مرکز کانعزت کلی )،۲ – الغتا تاريخي ښار ګوټى ( نرخ ولسوالي )،۳ – د خواجه بلند ولي تپه ( نرخ ولسوالي )،۴ – ده مسلم تپه ( نرخ ولسوالي )،۵ – کشک تکانه غونډۍ ( جلريزولسوالۍ )،۶ – سرچشمه زيارت ( جلريز ولسوالۍ)،۷ – انګور باغ ( چک ولسوالۍ سياب کلى )،۸ – کاپر کلا يا پاره کلا ( دايميرداد ولسوالي )،۹ – بودک غونډۍ ( دايميرداد ولسوالي )،۱۰ – چتو غونډۍ ( دايميرداد ولسوالي)،۱۱ – کتب غونډۍ ( دايميردادولسوالي )،۱۲ – بودک کلاخ ( دايميرداد ولسوالي)،۱۳ – سياب لرغونې سيمه ( چک ولسوالي)،۱۴ – باد سياب غونډۍ ( جغتو ولسوالي)،۱۵ – جوی زنګي دره (بهسود لومړۍ برخه )،۱۶ – سکرک ( مرکزي بهسود ولسوالي)،۱۷ – ارګ غونډۍ ( مرکزي بهسود ولسوالۍ)،۱۸ – چهل کزی بابا زيارت ( نرخ ده مسلم ) .
نامتو څېرې:
غازي محمدجانخان وردګ،ډاکټرعبدالوکيل خان،ارسلان سليمي،غلام نبي خان وردګ،انجنيرغلام محمدفرهاد،استادګل محمد،استادعبدالجليل جدي،عصمتي وردګ،پوهاند عبدالقيوم خان وردګ،والي عبدالله خان وردګ، مولوي عبدالرب احدي،استاد حبيب الله رفيع ، پوهاند ډاکټر لطيف بهاند، محمد عارف ننګيار ، شهرت ننګيال ، پوهاند ډاکټر محمد موسى وردګ ، پوهاند اکبر وردګ ، محمد زبيرشفيقي او يو شمېر نور کسان ددغه ولايت مشهورې څېرې دي ، چې له نومونو سره يې هېوادوال اشنا دي او کېداى شي ، چې په پورته شمېره کې ځينې نورې پاتې نوموتې څېرې هم ورزياتې شي ، چې تر دې مهاله يې موږ ته په اړه معلومات نشته
په دغه ولايت کې له پخوانيو مشهورو څېرو څخه سربيره نورې نوموتې څېرې هم شته ، چې دلته د ټولو يادول ستونزمن کار دى .
رسنۍ:
په ميدان وردګو ولايت کې که څه هم رسنۍ دومره مخينه نه لري، جغرافيوي موقعيت او امنيتي وضعيت ته په پام سره يې رسنيو دنورو برخو په څېر وده نه ده کړې . په دغه ولايت کې مطبوعاتي هڅې او خپرونې په تېرو لسوکلونو کې پيل شوي ،چې دبېلګې په توګه يې د جغتو، دريځ ، عهد، آذان، ځلانده راتلونکې ، وردګ، مڼه،جلګه ، ځوانان مهالنۍ او مياشتينۍ خپرونې يادولاى شو. ددې تر څنګ دښاروالۍ راډيو، چې اوس يې خپرونې بندې شوي دي، ځينې نورې رسنۍ يې دا دی: ملي راډيوتلويزيون، يووالي غږ ، ځلاتلويزيون ،چک راډيو ،ملي هدف ، پيزوان،بدلون،ښاروالي اونيزه او مشوره .
په دغه ولايت کې داسې رسنۍ هم موجودې وې ، چې د لنډې مودې لپاره چاپ شوي ، خو بيا يې چاپ په ټپه درېدلى دى.

مدني او کولتوري ټولنې: 
په ميدان وردګو کې د لنډمهالې ادارې په رامنځته کېدو سره په دغه ولايت کې هم يو شمېر بېلابېلې ټولنې رامنځته شوې دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.
عهد ادبي او کولتوري ټولنه ، د جغتو مدني او کولتوري بهير، دميدان ځوانانو ادبي او کولتوري ټولنه ، د سليمان فارس فرهنګي مرکز ( د ميدان خپرندويه ټولنه)، د نرخ ځوانانو عالي ټولنه، د خواخوږي ادبي او کولتوري ټولنه، د وردګو ځوانانو ادبي ټولنه، د چک ادبي بهير،د وردګو ځوانانو مدني ټولنه، د ژورنالېستانو اتحاديه، د ځلاند هنري او تربيوي ټولنه، د ميدان وردګو د ځوانانو ملي ټولنيز ارګان، د خويندو يون ټولنه. او ځينې نورې ادبي او کولتوري تولنې په کې رامنځته شوې دي .
کيداى شي ددغه ولايت په ځينو ولسواليو کې يو شمېر نورې ټولنې هم وي ، که مو په اړه يې معلومات پيدا کړل ، نو په دغه نوملړ کې به يې ورزياته کړو ، دغه نوملړ موږ د ميدان وردګو ولايت د رسمي ادارو څخه ترلاسه کړى دى ، چې اوس په دې ولايت کې په يوشکل نه يو شکل فعاليت کوي .
دغه راز په دغه ولايت کې د مڼې ګل په نامه مشاعره ، چې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته هېوادوال راځي .
دغه مشاعره په لومړي ځل په چک ولسوالۍ کې رامنځته او له هغه وروسته ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړېده ،چې د ناامنيو له امله اوس ددغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې هر کال جوړيږي.
ګالري: 
ددغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې د عبدالرب احدي په نامه ملي ګالري ، شاوخوا دوه کاله مخکې جوړه او د ليدونکو پرمخ پرانيستې ده .
په دغې ګالرۍ کې سلګونه بېلابېل انځورنه ايښودل شوي ، چې هر ورځ يو شمېر کتونکي يې نندارې ته ورځي .
په دغې ګالرۍ کې د افغانستان دپخوانيو پاچاهانو ، غازيانو ،د جهاد په دور کې ددغه ولايت د يو شمېر شهيدانو او قوماندانانو او د انځورګرانو په لاس د خلکو د ژوند انځور شوي بېلابېل عکسونه په کې شتون لري .
لوبې:
په دغه ولايت کې ، خوسى ، غېږ نيونه ، تيږه اچونه ، ژمى پر واوره يخمالک خوړل ، چندرۍ ،ګام اچول او منډه وهل يې دوديزې لوبې دي ، چې له ډير پخوا راهيسې دود دي ، خو وليبال ، فوټبال ، کرکټ ، تکواندو ، جيدو ، وزن پورته کول ، د بدن ښکلا او يو شمېر نورې لوبې په رسمي بڼه په دغه ولايت کې په فعاليت بوختې دي ، خو په دې وروستيو کې کرکټ ، فوټبال او وليبال لوبو ډيره وده کړې او مينه وال يې زيات شوي دي.
ددغو لوبو د ودې لپاره د شخصي کلبونو ترڅنګ ددغه ولايت په مرکز کې د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې شاوخوا پنځه کاله مخکې يو پراخ لوبغاړى 
Afghanistan's Map, Wardak province is libeled with bright line  
جوړ،خو لوبغاړي د بېلابېلو لوبو لپاره د ځانګړو او زياتو لوبغاړو د جوړېدو غوښتنې کړې دي.

Sunday, 4 October 2015

د عيسوي سوال د مسلمان ځواب
دعيسوي پيشوا ۲۲ پوښتني او د مسلمان ٢٢ جوابونه

يوه عيسوي له خپل مسلمان ملګري څخه  په کلکه غوښتنه وکړه چي له ده سره کليسا ته ولاړ شي او د دوی د عيسوي پيشوا درس ته غوږ کيږ دي،  خپل نظر يې په دې هکله ورته په ګوته کړي ، د ډير اصرار څخه وروسته مسلمان ورسره ومنله او د ده سره کليسا ته ولاړئ، د درس په پيل کې عيسوي پيشوا وويل : په تاسو کې يو محمدي ( مسلمان )هم شته ، مسلمان ولاړ شو او ور څخه يې وپوښتل چي تاسو څرنګه پوه شوی ، عيسوي پيشوا ورته وويل :  سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ نښي يې په مخونو کي دي ! مسلمان ورته تبسم وکړ ، عيسوي پيشوا ورته وويل : زه ستا څخه دوه ويشت پوښتني لرم ، او دا زما پوښتنې دي  چي ته به يې را ته جوابوې :
۱-هغه يو څه شی دئ چي دويم نلري ؟
۲ـ هغه  دوه څه شي دي چي دريم نلري ؟
۳ـ هغه  درې څه شي دي چي څلورم نلري ؟
۴ـ هغه  څلور څه شي دي چي پنځم نلري ؟
۵ـ هغه  پنځه څه شي دي چي شپږم نلري ؟
۶ـ هغه  شپږ څه شي دي چي اووم نلري ؟
۷ـ هغه  اووه څه شي دي چي اتم نلري  ؟
۸ـ هغه  اته څه شي دي چي نهم نلري  ؟
۹ـ هغه  نهه څه شي دي چي لسم نلري  ؟
۱۰ـ هغه لس څه شي دي چي زياتيږی   ؟
۱۱ـ هغه يولس څه شي دي چي دولسم نلري ؟
۱۲ـ هغه دولس څه شيان دي چي ديرلسم نلري ؟
۱۳ـ هغه ديرلس  څه شيان دي چي څورلسم نلري ؟
۱۴ ـ هغه  څه شي دي چي نفس (سا ) اخلي خو روح نلري ؟
۱۵ـ هغه  کوم  قبر دى چي راتلونکي ته يې خوشحاله شوي دي ؟
۱۶ ـ هغه  څوک دى چي درواغ يې وويل او جنت ته ننوتى ؟
۱۷ ـ هغه  څه شي دي چي الله خلق کړي دي او غندلي  يې دي ؟ 
۱۸ ـ هغه  څه شی دى چي الله تعالی پرته له پلار او مور څخه پيدا کړئ دئ  ؟
۱۹ـ هغه مخلوق کوم دئ چي له اور څخه پيدا شوئ دئ ، او څوک په اور باندي هلاک شوي دي ، او څوک له اور څخه ژغورل شوي دي ؟
۲۰ـ هغه څوک دئ چي له تيږي څخه پيدا شوي ، او په تيږه هلاک شوي ، او د تيږي پذريعه ساتل شوي ؟
۲۱ ـ هغه  څه شی دئ ، چي الله پيدا کړى او عظمت يې ياد ورکړئ دی ؟ 
۲۲ـ هغه کومه ونه ده ، چي دولس څانګې لرئ ، په هره څانګه کې يې ديرش پاڼې دي ، او په هره پاڼه کې يې پنځه ميوې دي ، درې يې په سيوره کې اودوي يې په لمر کې؟

جوابونه
نو  مسلمان په ځان باندي له باور څخه ډک تبسم وکړ او د الله تعالی په نامه يې پيل وکړ :
۱ـ الله تعالی  هغه يو دئ چي دويم يې نشته .
۲ـ او هغه دوه چي دريم نلري شپه او ورځ دي . وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ...
۳ ـ او هغه درئ چي څلورم نلري هغه د موسی عليه السلام عذرونه دي چي خضر عليه السلام ته يې وړاندي کړي دي ، په کښتۍ کې سوری کړل ، د هلک وژل ، او د ديوال جوړول .
۴ـ او هغه  څلور شيان چي پنځم نلری ،هغه قران کريم ، انجيل ، زبور او تورات دي .
۵ـ او هغه پنځه شيان چي شپږم نلری ، هغه پينځه لمونځونه دي .
۶ـ او هغه  شپږ چي اوم نلری هغه سپږ ورځي دی چي الله تعالی پکې آسمانونه پيدا کړي دي .
۷ـ او هغه  اووه چي آتم نلری هغه اووه آسمانونه دی چي اتم نلری .
۸ـ او هغه  اته چي نهم نلری هغه د الله تعالی د عرش پورته کونکي دي ...وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ 
۹ـ او هغه  نه چي لسم نلری ، هغه د موسی عليه السلام معجزې دی، (العصا ، اليد , الطوفان , السنون , الضفادع , الدم , القمل , الجراد , شق البحر ) لکڼه ، لاس ، توفان ،  کلونه  ، څنګښي ، وينه ،  سپږي ، مولخونه ، د سمندر څيرول.
۱۰ـ او هغه  لس چي  زياتيږی هغه حسنات دی (مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا...) څوک چي يوه حسنه راوړی ده لره د دې يوه حسنې په څير لس نوري حسنې (نیکۍ) دی.
۱۱ـ او هغه يوولس چي دولسم يې نشته ، هغه د يوسف عليه السلام وروڼه دي .
۱۲ـ هغه دولس چي دير لسم نلری ، هغه د موسی عليه السلام معجزه ده ، (وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا) کله چي موسی عليه السلام د خپل قوم لپاره استسقا وکړه ، نو مو ورته وويل : چي ووهه په خپله لکڼه باندی تيږه  له هغه تيږی څخه دولس چينی منفجری شوې .
۱۳ ـ او هغه ديرلس چي څورلسم نلری ، هغه  د يوسف عليه السلام وروڼه ، مور او پلار دي .
۱۴ ـ او هغه څه چي تنفس کړی او روح نلری ، هغه سهار دی . (وَالصُّبْحِ إِذَا تَنَفَّسَ)
۱۵ ـ او هغه قبر چي راتلونکی نفر ته خوشحاله شوى ، هغه نهنګ دی چي يونس عليه السلام يې تير کړئ وو .
۱۶ـ او هغه  کسان چي درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل  ، هغه د يوسف عليه السلام وروڼه  دي .
۱۷ ـ هغه  څه چي الله تعالی خلق کړئ دی او ناوړه يې ګڼلی دئ ، هغه د خره غږ دی .
۱۸ – او هغه چي پرته له مور او پلار څخه پيدا شوی دی ، هغه آدم عليه السلام ، او د نوح عليه السلام اوښه ، او د ذبحي پسه ، او ملايکي دي .
۱۹ ـ او هغه چي له اوره پيدا شوی ، هغه  ابليس لعين دی ، او څوک چي په اور وژل شوی دی هغه ابو جهل دی ، او څوک چي له اوره ژغورل شوی دی ، هغه ابراهيم عليه السلام دی .
۲۰ ـ او هغه چي له تيږي پيدا شوي دي ، هغه د صالح عليه السلام اوښه ده ، څوک چي په تيږو وژل شوی دی ، هغه اصحاب الفيل دی ، او څوک چي د تيږی په ذريعه ساتل شوي دي ، هغه اصحاب الکهف دی
۲۱ – او هغه څه چي الله تعالی پيدا کړي او عظمت يې ښولی ، هغه د ښځو کيد (مکر ) دی (إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ)، يقينا چي د دوي مکر ډیر لوی دی.
۲۲- او ونه ، هغه کال دی چي دولس مياشتی لری (غصنا ) او ديرش ورقي هغه ورځی دي چي په يوه مياشت کې وي ، او پينځه ميوی عبارت دی له پينځه لمونځونو څخه : دری يې په سيوره کې سهار ، ماښام ، ماسختن . او دوه په لمر کې ماسپښين او مازديګر دی .
دا دي مسلمان ځوابونه چي د عيسوي پيشوا او حاضرينو د تعجب وړ شول ، خوله عيسوي پيشوا نه مسلمان يوازی يوه پوښتنه وکړه او هغه دا چي د جنت کلی څه شي کيدی شي ؟ 
عيسوی پيشوا ځواب ورنکړئ شوئ ، خو د حاضرينو د ډير اصرار له امله يې بايد ځواب ويلی وای، نو د امنيت غوښتنه يې وکړه ، ځکه چي ځواب يې( أشــــهد أن لا إلـه إلا الله و أشــــهد أن مــــحمدا رســـــول الله) وو، نو عيسوي پيشوا او ورسره ټولو حاضرينو ايمان راوړ او مسلمانان شول ، وګوري په الله تعالی باندی باور او اعتماد څومره لوی دی.

Wednesday, 27 May 2015



مسلمان ځوان ته ليک
لیکنه: شهید امام حسن البنا
ژباړه: شاهد محمود وقار
يادونه:
لاندې ليك امام حسن البنا هغه ځوان ته ليكلى چې د زده كړې لپاره لويديځ ته روان ؤ، پښتو ژباړه يې تاسې ته وړاندې كوو.
د لیک متن:
زما د ایمان او عقیدې وروره! ټول ثنا او صفت په ځانګړي ډول الله جل جلاله لره دي، هغه ذات چې د هغه څخه بغیر بل د عبادت لایق نشته، د الله تعالې درود او سلام دې وي پر خوږ پیغمبر صلۍ الله علیه وسلم چې د ټول انسانیت لپاره د رحمت په توګه رالیږل شوی، د هغه پر کورنئ، پر صحابه رضوان الله تعالی علیهم اجمعین، او پر هغه کسانو چې د اخرت تر ورځې پورې د هغه پر لاره روان دي.
پر تا دې هم د الله تعالی له خوا سلامونه وی، کله چې ته د ښه نیت او ارزښتناکې موخې لپاره سفر وکړې نو بیرته د یوې روښانه تګلارې سره ټولنې ته راستون شه، او الله جل جلاله دې ستا په عمر کې برکت واچوي چې د اسلام د سپیڅلي دین د خدمت لپاره دې ملا تړلې ده.
زما محترمه وروره!
ته به د داسې خلکو سره مخ شئ چې تر مخه دې لیدلي نه وي او د هغوی د کلتور او دود سره نااشنا یې، هغوی به په تا کې د مسلمانئ یوه نمونه او نښه لیدل غواړي، نو ته خپل اعمال او کړنلاره په دې ډول وټاکه چې د اسلام انڅور او نمونه په ښه ډول ورته وړاندې شي او دا د دې لپاره چې هغوی پدې پوه شي چې د “مسلمان“ کلمه د تقوی او پرهیږګارئ معنی له ځانه سره لري.
ستا سره یو ډیر ارږښتناک او د اعتماد وړ څیز دی چې هغه ستا د ژوند صالحه ملګرې (ښځه) ده، د هغې احترام وکړه، دهغې په مقابل کې رښتینی او وفادار اوسه، دهغې د خوشحالتیا او ارامتیا لباره زمینه برابره کړه، دهغې په خوشحالتیا او خفګان کې ځان شریک وګڼه، دهغې په مقابل کې دکارونو په ترسره کولو کې بې پروا، او د حقوقو په ترلاسه کولو کې بې احتیاطه مه اوسه.
دغه لاندې څو کرښې چې زما د مینې او اخلاص څخه ستا لپاره وړاندې شوی ولوله، او داسې یې وبوله چې یو مشر ورور د خپل کشر ورور او خور لپاره د نیکو هیلو او خوشحاله ژوند هیله مند وي.
۱- زما محترمه وروره! په خپلو ټولو کارونو کې الله تعالی حاضر او لیدونکی وګڼه، او داسې وبوله چې هر کار په هر ځای کې په پټه وي او که په ښکاره چې ته یې کوی الله تعالی دې ویني، او ددز ترڅنګ هغه څه چې ته یې په زړه کې پټوی او یا خیانت کوی نو بیشکه چې الله تعالی دې ویني، او کوښښ وکړه چې په کوم کار الله تعالی درڅخه خفه نشي.
د الله تعالی د لیدو څخه ناخبره مه اوسه، که نه نو رټل شوی شیطان به دې د نفسي خواهشاتو په لور کش کړي، پر ما ګرانه وروره! باور وکړه هغه زړه چې د الله د لیدو څخه خبر وي، او یو ډول ویره پکې موجوده وي، هیڅکله به هم شیطان پری بری ونه مومي، او هغه زړه چې دالله جل جلاله دویرې او لیدو څخه ناخبره وي، نو تل به دخپلو نفسی غوښتنو (هوی او هوس) تابع وي، او د دنیا او اخرت زیان به یې په برخه وي. نو خپل زړه د الله تعالی پر لیدو او ویره تل پاتې وساته، د شپی په تیارو کې دخپل چاپیریال څخه پر الله تعالی پناه وغواړه، او د بې غوره کسانو له جملې څخه مه کیږه.

۲- هغه څه چې الله تعالی پر تا فرض او واجب ګرځولي، په خپلو ټاکلو وختونو یې ترسره کړه، او په اړه یې دبې غورئ څخه ډډه وکړه، او پر دې تکیه او اعتماد مکوه چې وروسته به یې تر سره کړې، ځکه ته دخپلو ورځنیو چارو څخه هیڅکله نه بیکاره کیږی، او یا یو عذر او بهانه وړاندې کوې په داسې حال کې چې دا ټول ستا د نفس چل او دوکه ده، الله تعالی فرمایي:
”و لا تتبع الهوی فیضلک عن سبیل الله (٢٨ ص) “
ژباړه: او د خپلو نفسی غوښتنو پیروي مه کوه، چې تا د الله تعالی د لارې څخه بې لارې کوي.
الله ته ځان نږدې كړه
زما محترمه وروره! پدې هم پوه شه چې الله تعالې ته د فرض او واجبو اعمالو د ترسره کولو څخه بل هیڅ شی خوښ او بهتر نشته چې یو انسان ورته پری نږدې کیږي، نو په دغه ډول کړنو کې له تنبلئ او لټئ څخه کار مه اخله، دا پر تا دالله تعالی حق دی، دلمونځ په کولو او دروژی په نیولو تل پاتئ اوسه. که چیرته سخت ناروغ یې او نشې کولای چې روژه ونیسئ، نو د الله تعالی د وینا له مخې ستا لپاره یو ډول تخفیف دی.
الله تعالی فرمایي:
”وعلی الذین یطیقونه فدیة طعام مسکین فمن تطوع خیرا فهو خیرله وان تصوموا خیرلکم ان کنتم تعلمون “(١٨٤ البقره)
ژباړه: او هغه کسان چې روژه نیول یې په توان کې نه وي (ناروغان، سپین ږیري او سپین سرئ)، نو ورته لازمه ده چې دهرې ورځې فدیه (کفاره) ورکړي، مسکینانو ته خوراک ورکړي، او چا چې خیر او نیک کار وکړ دهغه لپاره غوره ده، او روژه نیول ستاسې لپاره غوره ده، که چیرته پوه شئ.
لیکن داسې نه چې پورتنئ ایات د ځان لپاره د عذر په ډول وګرځوئ.
په لویدیځو هیوادونو کې (چې ته پکې اوسیږئ)، روژه نیول د سختئ پر مهال زیات ثوابونه او اجرونه لري. دا ستا لپاره یو نیک عمل دئ او د الله تعالی د خوشالئ سبب ګرځي، نو تر څو چې دې په توان کې وي د روژی خوړلو کوښښ مه کوه. زه نور ددغو فرضو او واجبو اعمالو په باره کې څه ویل نه غواړم، دا ټوله ستا سرمایه ده، فکر وکړه هغه څوک چې خپله سرمایه بې ځایه ولګوي، نو سبا به دنورو ګټه کوونکو په منځ کې دهغه حال څه ډول وي.
۳- خپل ټول وخت په هغو کارونو ولګوه چې موخه دې ورڅخه د الله تعالی اطاعت او د هغه خوشالی وي، سنت لمونځونه ادا کوه، د الله تعالی حمد او ثنا وایه، او دخپل ځان، مور او پلار په باره کې ورڅخه د بخښنې غوښتنه کوه، په یاد ولره هغه څوک چې د هیواد څخه دباندې (مسافر) وي، دعا یې قبلیږي، نو خپلې دعاګانئ په پټه او عاجزئ سره زیاتی کړه، او د الله تعالی یادونه دتل لپاره کوه.
خوږ پیغمبر صلۍ الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله تعالۍ عنه ته د پند په ډول وویل چې خپله ژبه تل د الله تعالی په یاد (ذکر) لمده ساته، او هغه لار هیڅ وخت مه پریږده کومه چې تاته د غاړه ایښودنئ او نیکئ لارښوونه کوي. دا د پانګه اچونې مثال لري چې تاته دوه او دری برابره ګټه درکوي، د ناپوهه قومونو او ملتونو په منځ کې د الله تعالی یادونکي د یوه ځلیدونکي څراغ په څیر وي. نو ددغه وخت څخه ګټه پورته او د اخرت لپاره پری تیاری ونیسه، او دګټه پورته کوونکو لپاره دا ډیره ښه موقع ده.
۴- د قرانکریم تلاوت په تفکر او تامل سره کوه، ځان پری پوهوه، دا د زړه لپاره ارامتیا، ډاډګیرنه او همدارنګه د روح لپاره تازه والی او شفا وربخښي. د ورځئ په شروع او پای کې یوه برخه د قرانکریم د تلاوت لپاره وټاکه پدئ ډول به ښه شروع او پای ولری.
۵- د ژوند او دنیا خوشالي به وګوری چې زړونه د نیغی لارې څخه کاږه کړي، په ذهن او فکر به منفي اغیز واچوي، سترګئ به غلط اړخ ته کشوي او هغه کسان چې روحونه او ایمانونه یې ضعیف وي هغوي به بې لارې کړي. دغه بې لارې کوونکي څیزونه مه پریږده چې ستا لپاره د تقوی او پرهیږګارئ په مقابل کې خنډ وګرځي او اخرت درڅخه هیر کړي.
الله جل جلاله فرمایی: (ولا تمدن عینیک الی ما متعنا…الخ) (طه ١٣١-١٣٢)
ژباړه: خپلی سترګی د دنیا د ښایسته شوي ژوند لپاره مه اړوه، (هغه ژوند) چې موږ مختلفو خلکو ته وربخښلی تر څو یې پکې وازمایو او اخري نیک انجام د تقوی لپاره دی.
زما محترمه وروره! خبر اوسه چې د الله تعالی په وړاندې دغه عیش او عشرت د غوماشي د وزر په اندازه هم وزن نه لري، دا څیزونه نه دعزت او نه دتقوی لپاره لارښوونه کوي، په حقیقت کې دا دنفسي غوښتنو دښکاره کولو او دبې لارئ لپاره یو دام دی، نو ویښ اوسه چې شیطان پرینږدی تر څو زیان درورسوي.
دغه حقیقتونه د الله تعالی په کتاب کې په ښه ډول بیان شوي، نو دهغو کسانو له جملی څخه مه کیږه چې ددنیا څو ورځې ژوند یې د اخرت په تل پاتې ژوند غوره بللی، او یا دهغو کسانو څخه چې ددنیا په باندنئ ښکلا غولیدلي او د ماهیت او څرنګوالي څخه یې ناخبره دي.
ټول هغه خوندونه، عیش او عشرت چې په اوسني معاصر تمدن کې منځ ته راغلي، ددې ټولو پایله پښیمانتیا، درد او غم دی، هغه درد چې ددې ټولو خوشحالیو، عیشونو او عشرتونو خوند له منځه وړي. نو ددغه ډول خلکو ددنیوي اړخ څخه ځان وژغوره، او مه یې پریږده چې ستا خبره له پامه وغورځوي، تر څو زیان در ورسوي، نو همیشه به کامیاب او بریالی واوسی.
۶- ګرانه وروره! هغه خلک چې د الله تعالی لخوا حرام شوي شیان حلال ګڼي، او د حرام کار په کولو حیا او شرم هم نه ورځي، او د ځان ساتلو کوښښ هم ورڅخه نه کوي نو ددغه ډول خلکو د نفسي غوښتنو سره ځان مه یوځای کوه، او د ګناه په کولو کې ورسره ګډون مه کوه، که نه الله جل جلاله مه کړه د قیامت په ورځ به هغه ذوالجلال ذات مخ ته بې ځوابه پاتې، او هیڅ عذر به د قبلیدو وړ نه وي.
۷- ددغه ډول خلکو (چې دنیا ته یې پر اخرت غوره توب ورکړی) انجونئ په ملتیا او کاروبار کې له ځان سره مه نیسه، او مه پریږده چې ستا او ددغه نجونو تر منځ د ملګرتیا او یا کومه بله احساساتي اړیکه ټینګه شي، ځکه که چیرته دغه کارونه د نورو لپاره ګناه ده، نو ستا لپاره دوه برابره غټه ګناه ده، او ته ددې په معنی ښه پوه یې. په داسې حال کې چې موږ تا د یو اعتمادي او پاک لمن شخص په توګه پیژنو، او ددې یادونه مې ددې لپاره درته وکړه چې دګناهونو او غلطیو څخه بچ شی، په خپلی پاک لمنئ قناعت او په خپل شان او مقام کفایت وکړه.

لومړي غوړپ ته (نه) ووايه
۸- د شرابو په طرف مه نږدې کیږه، او اقلیم (اوبه او هوا) د عذر په توګه مه وړاندې کوه، ځکه کله چې د شرابو حرمت وشو، الله تعالی ته دهر ډول اقلیم په اړه پوهه او علم ؤ، خو بیا یې هم د حرمت په خاطر یو هیواد د بل هیواد او یو قوم د بل قوم څخه جلا نکړ، او دا یې د هر ډول ځانګړي حالت، شک او شبهې څخه بغیر حرام ګرځولي، نو خبر اوسه چې شراب ستا د معدزې کومه برخه ونه نیسي که نه نو په پاک پوستکي به یې د یو تور داغ په څیر پاتې شی. د څښاک شیان ښه وپیژنه مخکې تر دې چې د لومړي ځل لپاره یې وڅښی، ځکه که یو ځل ستا ذهن د شرابو په څښلو روږدی شو، نو بیا یې د دوهم او دریم ځل لپاره هم څښي، په دې ډول به دغې تورې کندې ته چې تښتیدل تری مشکل دي وغورځی، او خپل ځان او نور به په ګناهونو اخته کړی، نو که چیرته په توبې او پښیمانتیا هم کفاره او جبران وکړی، نو خپل لمړنی عزت، اعتبار او پاک لمني به بیا ونه مومی.
۹- هغه هوټلونه چې حرامه غذا تیاروي، لکه دخوږ او حرامه (مرداره) غوښه نو هیڅ هم ورڅخه مه خوره، دهغې په بدل کې هغه هوټلونه چې حلاله غذا تیاروي او ستا لپاره د قناعت وړ وي، وخوره، او خپل بدن په حرامو غوښو مه غټوه او که نه نو اور به یې سزا وي. الله تعالی ناپاکه او ناخالصه غوښه حرامه کړی لکه چې فرمایي:
(یحل لهم الطیبات ویحرم علیهم الخبایث) الاعراف ۱۵۷
ژباړه: پاک (څیزونه) ورته حلالوي او ناپاک ورته حراموي.
۱۰- د موسیقئ او میوزیک د ځایونو بې ځایه ګرځیدنئ، د شپی دکلبونو او همدارنګه نورو بیهوده او پوچو ځایونو دتګ څخه ډډه وکړه، ستا وخت ډیر ارزښتناک دی، او نه ښايي چې په دا ډول څیږونو ضایع شي.
زه چې کله دا وینا چې (وخت دسرو زرو په شان ارزښت لري) واورم، زه وایم چې نه وخت دسرو زرو څخه زیات ارزښتناک دی، وخت ژوند دی، ایا دا رښتیا نه ده چې ستا ژوند یو څو ساعته دی، او ته په دې نه پوهیږی، چې څه وخت به ختمیږي. ګرانه وروره! خپل دغه قیمتي وخت ته ډیر دقیق اوسه، چې مهم کار نه وي، په بې ځایه څیزونو یې مه ضایع کوه او په روا ډول خوشحالي تر لاسه کړه.
په اسمانونو کې ښکلا، په ځمکه کې ارامتیا، په باغونو کې سمسورتیا په تا کې یوه نښه، په سیندونو کې قدرت او وړتیا او په هوا کې غذا ده یو دخپل روح دتازه والي او ذهن او فکر د ارامتیا لپاره لدې ټولو څخه ګټه پورته کړه او په بې فکرئ سره وخت مه ضایع کوه، او که نه نو دبدئ لارښوونه او د نیکئ څخه به دې بچ کړي.
۱۱- هوښیار، چالاکه او ځیرک اوسه، او د ټولنئ او خلکو سره اړیکئ ټینګی او د حالاتو څخه یې ځان خبر کړه، او په خپلو نیکیو او ښه والي د نورو بدئ مه هیروه، او مه پریږده د نورو بدوالی تا ته زیان ورسوي تر څو دهغوي ښه والی او نیکي هیره کړی. دیوه پلټونکي په څیر ښه مطالعه وکړه، او د ټولنئ ورځنئ چاری دخپلی پوهې او ځیرکتیا پواسطه تر څیړنی لاندې ونیسه او بیا هغه څه چې دهغوی په ګټه وي ورته وړاندی کړه، دپرمختګ او بریالیتوبونو پر لارو چارو ورسره مرسته وکړه.
ته به داسې یوه ډله خلک ومومی چې د خوږ پیغمبر ص بې احترامي کوي، قران پسې ملنډی وهي، دخلکو بې عزتي او سپکاوی کوي، ددا ډول خلکو سره ناسته ولاړه مه کوه، اګر که مهمې خبری هم وي، په نیکه طریقه ورسره مجادله او مباحثه وکړه او نیکه لار ورته وښیه، او دهغه ډول مجادلی او مباحثی څخه ډډه وکړه چې د دښمنئ، کینی او فتنی لپاره لار هواروي.
الله تعالی فرمایي: (انک لا تهدی من احببت ولکن الله یهدی من یشاء) القصص ۵۶
ژباړه: ته نشی کولای (ای پیغمبره!) چې هدایت وکړی هغه چاته چې ستا ملګري دي، لیکن د الله ج چې چاته خوښه شي ورته هدایت کوي.
ګرانه وروره! خلکو ته په عملي ډول دعوت ورکول نسبت دې ته چې په خوله وشي ډیر اغیزمن وي، او په ځانګړي ډول د خپلو صفاتو او خاصیتونو استعمالول خو ډیر زیات ګټور دي، ستا ځان او ستا نیغه لاره ستا دفاع او خلک ستا دین او مذهب ته راجذبوي، او کله چې درته دهغوي په غونډو او ناستو کې دخبرو او تدریس کولو زمینه برابره شوه، نو ځان ورته په ښه ډول اماده او برابر کړه، هغه لاره غوره کړه چې ستا خوځښت او کړنې غیر منظمی نه کړي، تر څو کوم امانت ته زیان ونه رسوي، ددغه خلکو د استقامت او دفاع څخه مه ویریږه ځکه د الله تعالی مرسته دهغه چا سره وي چې صادق او مخلص وي. تل ښه چلند کوه او دنورو د عقیدو دتوهین څخه ډډه وکړه، او پر ځای یې خپله عقیده، فطري او اصلي لاره ورته روښانه کړه، او په دې سره یوه اغیزمنه او پرمختللی تګلاره ولره.
په اخره کې به دا ووایم چې زما سره خو ډیر څه شته چې تا ته یې وړاندی کړم، او دا زه خوښوم چې دغه پندونه ستا لپاره جاري وساتم که ادامه ورکړم، داسې نه چې هغه څه مې چې وویل درڅخه هیر شي، ډیری خبری کول هم سړی پریشانه کوي، الله جل جلاله دې تل سرلوړی او بریالی لره، او الله ج دې په خپل حفاظت کې وساته، او الله جل جلاله دې ددې توفیق درکړي تر څو دټولنی او اسلام دخیر او ښیګنی لپاره کار وکړی.
په اخر کې ستا دین، واجب او فرضي اعمال او ددغو اعمالو نتیجه پاک خدای ته سپارم، ښاد او بریالی واوسې.
والسلام
مننه
په درنښت
*حسن البنا په (۱۹۰۶م)

Tuesday, 19 May 2015

دوردګوولایت ، چک ولسوالۍ کې دبرښناښکلی بند


Thursday, 7 May 2015



اولوالعزم پیغمبران څواوکوم دي ؟
د اولوالعزم عزم دکلمې لغوي معنی ده ، دعزم یاارادې څښتنان یا دقوي عزم (ارادې) لرونکي. 
په اسلامي اصطلاح کې داکلمه د هغه پیغمبرانولپاره کارول شوېده کوم چې دلاندینیو خصوصیاتودرلودونکي ؤ: 
۱. دآسماني کتاب لرونکي.
۲. دنوي آسماني دین اوشریعت لرونکي.
۳. دجهان شموله دعوت لرونکي .
۴.دقوي ارادې اوزیات صبرلرونکي .
داولوالعزم پیغمبرانونومونه په لاندې ډول دي :
۱. حضرت نوح(ع)
۲. حضرت ابراهیم (ع)
۳. حضرت موسی (ع)
۴. حضرت عیسی (ع) 
۵. حضرت محمد (ص) 
په قرآن کې ددې موضوع په اړه په مختلفو آیتونوکې یادونه شويده:
(وإذ أخذنا من النبيّين ميثاقهم ومنك 
ومن نوح وإبراهيم وموسى وعيسى بن مريم وأخذنا منهم ميثاقاً غليظ(۷) سورة الاحزاب آیه ۷ .
(فَاصبرْ کَمَا صبرَ أُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسلِ وَ لا تَستَعْجِل لهَُّمْ کَأَنهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ مَا یُوعَدُونَ لَمْ یَلْبَثُوا إِلا ساعَةً مِّن نهَارِ بَلَغٌ فَهَلْ یُهْلَک إِلا الْقَوْمُ الْفَسِقُونَ(۳۵) ،سورة احقاف،


Sunday, 26 April 2015


دنسل( زیږون) کنترول او تنظیم روا دی که نه؟ (قرضاوي)


ژباړه : محمدشفیق صادق
دا هغه مهمه موضوع ده چې د الجزیرې تلویزیونې چینل په (۲۰۰۴-۶-۳) نیټه د مسلمانو علماؤ د نړیوالې اتحادیې له رئیس پیاوړې عالم محترم دوکتور یوسف قرضاوي سره د الشریعة والحیاة په پرګرام کې په ژوندD ډول پرې مباحثه کړې ،دا موضوع دومره مهمه ده چې هره کورنۍ ورسره مخامخ او په اړوند يې پوښتنې کوي، نو محمدشفیق صادق د همدې اهمیت په بنسټ پښتو ته ژباړلې هیله ده چې مسلمان نارینه او ښځې د ژوند په کورني نظام کې ترې ګټه اوچته کړي.
په دې بحث کې په لاندې موضوعاتو رڼا اچول شوې :
۱-د نسل( زیږون) کنترول او تنظیم او ددې موضوع تړاو له لویدیځ ښکیلاک سره
۲- د زوجینو د استمتاع په موخه په زوکړه کې ځنډ راوستل ( شرعي فتوی)
۳- د جواز او تحریم ترمنځ د نسل د تنظیم موضوع
۴- د شریعت له مخې د رضاع په موده کې د زوجینو یوځای کیدل
۵- د اولاد زیږولو څخه د ښځې د ځان خلاصولو شرایط او ضوابط
۶- د اولاد د مخنوي په موخه د ښځې لپاره د جواز او عدم جواز خبره .
احمد منصور:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !موږ په داسي زمانه کې قرار لرو چې ځینې فکر کوي د نسل د مخنيوي خبره یوه پخوانۍ خبره ده چې عربو به هم د عزل په شان دا عمل تر سره کاوه ، او ځینې نور بیا وایی چې دا یوه نوې نظریه ده چې په اسلامي نړۍ د لویدیځ داستعمار له واکمن کیدو راهیسې زموږ په منځ کې یی دود شوې ، چې موخه یې د مسلمانانو د شمیر او نسل کمول دی په تیره بیا کله چې نړیوالو احصائیو وښوده چې د مسلمانانو شمیر په ډیریدو دی او د لویدیځو هیوادونو د نفوسو شمیر په لږیدو دی ، نو محترم دوکتور صاحب ! د همدې دوو نظرونو په رڼا کې ستا نظر څه دی ؟
په تیرو زمانو کې د زیږون مخنیوی او ددې موضوع اړیکې له لویدیځ ښکیلاک سره
قرضاوي :
بسم الله الرحمن الرحیم ، الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله واصحابه ومن اتبع هداه .
په دې کې شک نشته چې له پخوا زمانو څخه د خلکو سره د زيږون د مخنوي او کمولو خبره مطرح وه ،ځینو کسانو به هڅه کوله چې کم شمیر اولادونه ولري ،پخوانیو عربو ویلي چې د ژوند د اسانتیاؤ څخه یو هم د اولاد لږوالی دی ،یعنې د ژوند آسانې داده چې یا خو ستا مال پریمانه وي او یا هم ستا اولاد لږ وي،یعنې دا روا ده چې که یو څوک ډیر مال ولري ، نو ډیر اولاد دې ولري ،نو ډیر به په ډیرو وویشل شي.
خو ځینو نورو عربو به بیا هغه اولادونه پریښودل چې دوی به د زور او ځواک خاوندان ؤ ، او هغه به یې له منځه وړل چې کمزورې به ؤ ، په دې کې نارینه او ښځې دواړه راتلل ، د مثال په ډول دوی به لوڼې ژوندۍ خښولې ، لکه الله تعالی چې په قرآنکریم کې دې موضوع ته ایشاره کوي او فرمایی :{ واذ المؤدة سئلت () بای ذنب قتلت } یعنې کله چې د (قیامت په ورځ )له ژوندي خښې کړل شوې پوښتنه وشي چې په کومه ګناه ووژل شوې .
نو قرآنکریم دا جاهلي عمل غندلی ځکه دا د جاهلیت عمل ؤ ، همدا شان الله تعالی بل ځای فرمایی: { ولا تقتلوا اولادکم خشیة املاق نحن نرزقهم و ایاکم ان قتلهم کان خطئا کبیرا } یعنې د روزۍ د کموالي د ویرې خپل اولادونه مه وژنئ ، موږ دوی او تاسو ته روزي درکوو ،پرته له شکه چې ددوی دا وژنه لویه ګناه ده .
خو مسلمانانو بیا ددې موخې لپاره ( د اولاد د زیږون د مخنوي لپاره ) د عزل څخه کار اخیست ،او عزل داچې کله یو انسان په دې پوهیږي چې نطفه یې د ښځې په رحم کې داخلیږي ، نو له انزال مخکې نطفه د ښځې د رحم څخه د باندې خارجوي ،تر څو یې ښځه حامله نشي ، او دا یوه پیژندل شوي طریقه وه ،په دې هکله حضرت جابر (رض) فرمایی (موږ به له ښځو په داسې حال کې عزل کاوه چې قران به هم نازلیده . چې دا حدیث متفق علیه حدیث دی ) .
احمد منصور :
دوی به یواځې د وینځو څخه عزل کاوه او که به یې له آزادو ښځو څخه هم کاوه ؟
قرضاوي:
د وینځو څخه به یې عزل ډیر کاوه خو له آزادو ښځو به یې هم کاوه ،په ځینو احادیثو کې راځې چې رسول الله (ص) د آزادې ښځې څخه عزل کول منعه کړي مګر په دې شرط چې هغه هم ورسره راضي وي .
احمد منصور:
ځکه چې په دې عمل سره ښځې ته اذیت رسیږي؟
قرضاوي:
همداسې ده ، ځینو امامانو او فقهاؤ دا نظر درلود چې د آزادې ښځې څخه عزل کول منعه دی مګر هغه مهال بیا دا عمل کیدای شي چې دواړه پرې راضي وي .
نو عزل کول یوه پیژندل شوې طریقه وه ،خو په اوسنۍ زمانه کې بیا دې عمل ( د اولاد د زیږون څخه مخنِوي )نورې خبرې راپورته کړیدې ، دا عمل هغه مهال یو فردي عمل ؤ، د چا به چې خوښه شوه نو دا عمل به یې کا وه ، خو اوس له دې خبرې یوه فلسفه جوړه شویده ،په تیره بیا له (۱۹) پیړۍ را وروسته ، دا عمل د اقتصاد په علم کې یوه فلسفه ده :(د نفوسو د ستونزې اقتصادي فلسفه ) دا د (روبرت مالتوس) نظریه وه ، هغه دا نظر درلود چې خلک د هندسې دوه چنده محاسبې په شان زیاتیږي ،یعنې له (۱ څخه ۲ ، د ۲ څخه ۴ ، همدا شان ،۸ ، ۱۶، ۳۲ ..او داسې نور زیاتیږي ، ددې سره د موادو او غوښتنو اندازه هم ورسره زیاتیږي ،خو د موادو زیاتیدل بیا د انسانانو د زیاتوالي په شان ندی مواد یو په یو سره ، یعنې ،یو دوه کیږي ، دوه دري ، دری ۴ ،۵ ، ۶ ، ۷، …په دې ترتیب سره زیاتیږي..
احمد منصور:
یعنې په زیاتولي کې توازن نشته .
قرضاوي:
توازن پکښې نشته ، هغوی وایی چې له یوې زمانې وروسته به خلک د همدې فرضيی په اساس زیاتیږي ،او د ضرورت وړ مواد به کمیږي ،په دې سره به په موادو کې کمښت راځې ،او په خلکو کې به لوږه او قحطي زیاته شي . ددوی تر منځ به جګړې زیاتې شي ، او یو بل به سره ووژنې ، دا دهغه د فلسفې نظریه وه.
خو موږ مسلمانان بیا بیل نظر لرو ،موږ د موادو په کموالي عقیده نه لرو ، مواد لږ ندې بلکه هر څه ډیر دې {الله الذی خلق السماوات والارض و انزل من السماء ماء فاخرج به من الثمرات رزقا لکم و سخر لکم الفلک لتجری فی البحر بامره و سخر لکم الانهار} الله تعالی چې دا مخلوقات پیدا کړی ،د دوی لپاره یې په همدې موجوده موادو کې برکت ایښی دی ،او هر مخلوق ته یې روزي مقرره کړیده ،.او الله تعالی به هر ژوندي موجود ته روزي ورکوي ،لکه چې قرآن کریم موږ ته دا خبر راکوي ،او الله تعالی هر څه چې په دې ځمکه او آسمانونو کې پیدا کړیدي ، د انسان لپاره یې مسخر کړیدي ، دا یې د انسان د ګټې او خدمت لپاره مسخر کړیدي ….تر دې چې ستونزه د موادو په کموالي کې نده ، د الله تعالی نعمتونه ډیر زیات دي ،ستونزه د انسان په ظلم او کفران کې ده ،که د نوموړي (روبرت مالتوس) نظریه د تطبیق وړ وای نو له هغې زمانې څخه تر اوسه پورې به یو انسان هم پاته نه ؤ او ټول به په جګړو او قحطۍ کې وژل شوي ؤ .
له همدې امله اسلام دا فلسفه نه مني چې وایي روزي کمه ده . څومره چې نفوس زیاتیږي هغومره ورسره علم پرمختګ کوي د علم د پرمختګ په نتیجه کې انسانانو ډیرې داسې لاري چارې کشف کړې دي ، چې د ژوند لارې ورسره آسانه شوې ،یعنې یواځې دا نه چې د کمیت له مخې یې په موادو کې یې زیاتوالی راوستلی ، بلکه د ډول او نوعیت له مخې یې هم تحول راوستی،پخوا به له یوه جریب ځمکې یوه اندازه غنم تر لاسه کیدل خو اوس د علم په برکت څو چنده تر لاسه کیږي ، ممکن چې یو وخت به یې یو فصل ځمکه کرله اوس دوه ، دری فصله کري ،نو د علم او وسایلو په برکت به انسان داسې مواد او زیرمې تر لاسه کوي چې د ژوند چارې یې پرې اسانه شي .نو د زيږون د مخنوي قضیه د همدې فلسفې په شان ده ،خو ټولې فلسفې د دسیسو او توطیو تر څادر لاندې ندي راټوکیدلې چې هر څه به یواځې د مسلمانانو په خلاف روان وي .
دا هم منم ده چې ځینې خلک هڅې کوي تر څو د مسلمانانو شمیر زیات نشي ،او دوی د مسلمانانو له زیاتیدو په ویره کې دي په تیره بیا په لویدیځو هیوادونو کې ،یعنې مسلمانان په فرانسه ، آلمان، روسیه ،او نورو هیوادونو کې په زیاتیدو دي او نور بیا په کمیدو.ځکه ځیني یو اولاد زیږوي ،ځینې دوه ،ځینې اصلا واده نه کوي ، ځينې بیا د اولاد زیږول نه غواړي ….
احمد منصور:
کورنی جوړښت د ړنګیدو په درشل کې دی .
قرضاوي :
د کاملې ورانۍ په حال کې ،او دوی د دوامداره کمښت سره مخ دي ، دوی ویره لري چې مسلمانان په زیاتیدو دي او موږ په کمیدو، ددې معنی داده چې له (۲۰) ، (۳۰) او یا (۵۰) کلونو وروسته به مسلمانان اکثریت وي او موږ اقلیت
احمد منصور:
نوې څیړنې هم همدا ښیی..
قرضاوي:
ځینې لیکنې او څیړنې دا په ډاګه کوې چې پخوانی شوروي اتحاد به له یوې مودې وروسته د همدې ستونزې سره مخ وي ، مسلمانان به د نورو څخه زیات وي او دوی به حکومت پرې کوي .
له بل لورې ځینې وخت ددې اړتیا وي چې نفوس زیات شي ، لکه زموږ د فلسطینې وروڼو لپاره ….هلته ددې اړتیا ده چې ماشومان زیات تولد شي ،له یوه لوري ، د دوی د مشرانو شهادتونه روان دې ،نو داسې نسل باید تولد شي چې ددوی ځای ونیسي …
نو دا شک نشته چې کله نسل زیاتول په کار وي ،او همدا د ازدواج اصلي موخه ده ، ازدواج ډیر اهداف لري ، یو یې هم سکون دې یعنې انسان دې ته اړتیا لري چې یو څوک ورسره ژوند وکړي ،نارینه له ښځې سره ژوند وکړي ، او ښځه له نارینه سره ،همدا شان د کور سنبالول ، د مصاهرت خپلوي ، هغه په همدې ازدواج سره نوي خپلوان مومي ،خو د اساسي اهدافو څخه یي د نسل زیاتیدل دي ،الله تعالی فرمایی : { والله جعل لکم من انفسکم ازواجا و جعل لکم من ازواجکم بنِن وحفدة و رزقکم من الطیبت} النحل (۷۲)
یعنې : یعنې الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو لپاره یې ستاسو له جنس څخه ښځې وګرځولې ،او له دې ښځو یې تاسو ته زامن او لمسي درکړي ،او له پاکو څیزونو یې رزق درکړی…
اولادونه ، او لمسیان …او داچې فرمایی(فَالآنَ بَاشِرُوهنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّه لَكُمْ…. ) ددې آیت څخه ډیرو مفسیرینو دا مطلب اخیستي : چې څه چې الله تعالی درته د اولادونو څخه لیکلي وي ،چې همدا د نسل د زیاتیدلو په معنی دي .
احمد منصور:
محترم دوکتور صاحب !په عام ډول د بشر په هکله د تناسل قضیه یوه حتمې قضیه ده ، او هر څوک چې دې نړۍ کې سترګې غړوي د هغه روزي ټاکل شویده ، نو ستونزه یوازې په انسان پورې محدوده ده ، هغه دی چې د الله تعالی له لارې بې لارې کیږي او په خپل ځان ظلم کوي ؟
قرضاوي:
روزي د الله تعالی د قوانینو پرته په لاس نه راځې او دا چې الله تعالی رزاق دی ، الله تعالی فرمایی :( وَمَا مِن دَآبَّة فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَی اللّه رِزْقُها ) په ځمکه هیڅ داسې حیوان نشته مګر په الله تعالی یی د روزی ورکول دي .
خو بلې خوا ګورو چې کله حضرت عمر (رض) د جمعې د لمانځه وروسته هغو کسانو ته سزا ورکړه چې ویل یې موږ د الله تعالی په توکل دلته پراته یو ، دوی د الله تعالی د روزۍ لارې چارې نه لټولې ،اوعمر(رض) هغوی ته دا ښکلې عمري خبره وکړه ، ( هیڅوک به د روزي د پیدا کولو څخه لاس نه په سرکیږي …چې ووایی : یا الله ماته روزي راکړه ، تاسو پوهیږئ چې له اسمان څخه الله تعالی سره او سپین زر نه را اوروي ، بلکې الله تعالی خلکو ته یو د بل په واسطه روزي ورکوي .
الله تعالي فرمایی : ( فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاَة فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّه ) یعنې کله چې د جُمعې لمونځ تمام شو (تاسو ترې فارغ شوئ ) نوپه ځمکه کې خواره شئ او د الله تعالی د فضل (روزۍ) لټون وکړئ .
نو روزي ډیره ده ، خو په خلکو دا لازمه ده چې د روزۍ د موندلو لپاره هڅې او هاند وکړي ،دوی به د روزۍ لپاره پراخه ساحه ومومي ،او په دې برخه کې دې د کمیت او کیفیت له مخې کار وکړي .او همدا کار له انسان څخه غوښتل شویدی .
احمد منصور:
ستا د خبرو په تأیید سره ، همدا اوس احصایی ښیی چې ځینې نژادونه د کمښت سره مخ دي ، او ویل کیږي چې سپین پوستي به په امریکا کې راکم شي ، همدا شان د آلمان نژاد به دومره کم شي چې نور په پرې اکثریت شي .په تیره بیا په راتلونکې پیړۍ کې …. نو د تناسل قضیه د ازدواج یوه مهمه موخه ده ، نود واده کولو په لومړیو کې ممکنه ده چې دواړه د زوجینو د اولاد په برخه کې اتفاق وکړي ، یا داچې یو ددوی ونه غواړي اولاد راوړي ، یو یې مخکې غواړې هغه بل وروسته کول غواړي ،نو د تناسل خبره به د زوجینو ترمنځ څه ډول غوټه شي چې ددواړو ترمنځ پرې جوړ جاړی راشي ، او څوک په دې برخه کې د لومړیتوب حق لري ؟
قرضاوي :په لومړي سرکې موږ وویل چې د آزادې ښځې څخه د عزل کولو په برخه کې رسول الله (ص) منعه کړیده ، مګر په هغه صورت کې نده چې د ښځې هم ورسره خوښه شي ، دا ددې معنی ورکوي چې دواړه طرفین باید په دې برخه کې سره راضي وي . د زوجیت ژوند د شراکت ژوند دی چې په تفاهم او تعاون سره ولاړ دی لکه چې الله تعالی فرمایی : (فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهمَا…. ) یعنې که دواړو له مشورې او رضایت وروسته اراده وکړه چې یو له بله ګوښه شي نو بیا پرې کومه ګناه نشته .
یعنې دلته یي د دواړو ترمنځ رضا او مشوره مهمه بللې ده . نومهمه داده چې په دې برخه کې ددواړو ترمنځ توافق موجود وي ، کله زوج غواړي د واده کولو په لومړیو کلونوکې تر یوې مودې پورې د واده څخه خوند واخلي ،او نه غواړي اولاد ولري وبالخصوص که دا زوجین دواړه په لږ عمر کې واده سره وکړي ،او اسلام خو غواړې چې باید مسلمانان په کم عمر کې ودونه وکړي ، همدا د اسلام غوښتنه ده ،خو اوس متأسفانه چې خلک تر ډیره عمره واده کول ځنډوي ،یعنې که دوی دواړه مثلا (۱۵) کلن وي نو په دوی لازمه نده چې اولاد ولري ،ښه داده چې دواړه یو له بل qradaweسره د ژوند خوږې ورځې تیرې کړي ،نو دوی ته کومه مانع په دې کې نشته چې دواړه اولاد ونه لري ،او د اولاد زيږون وځنډوي .
همدا شان کله کله د ښځې ظروف ددې غوښتنه نه کوي چې اولاد ولري ،مثلاً کیدای شي متعلمه وي ، کیدای شي محصله وي په پوهنتون کې وي هغه غواړي زده کړې وکړي ، کله چې فارغه شي بیا به اولاد راوړي نو پالنې او روزنې ته به یې وزګاره وي . نو دواړه د زوجینو باید یو د بل خبره واوري او ومني او اتفاق پرې وکړي . نو د معقولو عذرونو له مخې د حمل ځنډول کوم ممانعت نه لري .
د زوجینو ترمنځ د جنسې منفعت په موخه د زيږون د ځنډول شرعې حکم
احمد منصور :
اګر که ددې کا رڅخه يې یو له بله ګټه (منفعت) اخیستل هم مطلب وي؟
قرضاوي :
اګر که یو له بله د منفعت اخیستلو په موخه هم وي ، امام غزالي په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې چې د سلوکو یو مهم کتاب دی په یوه شرعي حقیقې فتوا کې د ښځې څخه د عزل په برخه کې داسې څرګندونې لري :هغه وایی : دا کار ( عزل کول) نه حرام دی او نه هم مکروه ، بلکه دا عمل خلاف الاولی عمل دی ،او کوم حرام عمل ندی ، خو بیا هم تر نیت پورې اړه لري ، کیدای شي د ځینو نیت صالح وي اود ځینو بیا فاسد ، لکه دا چې یوه ښځه غواړې خپل حسن ، ښکلا او جمال وساتي تر څو ترې په ژوند کې هغه او د هغې خاوند په حلالو سره ګټه اوچته کړي چې دا بیا صالح نیت دی ، خو که هغه ښځه عزل ددې لپاره غواړي چې له دې ویره لري که یې اولادونه ډیر وزېږیږي ،او ښکلا یې له لاسه ورکړي ، نو داسې نه چې خاوند یې بل واده ونه کړي چې دا یې بیا فاسد ګڼلی ، او یا داچې یو انسان نه غواړي چې د روزۍ د پیدا کولو په چارو کې د ستونزو سره مخ شي ، دا هم صحیح دی چې د روزۍ ګټل هم لازم او دا کار عبادت دی ، او یو له ډولونو د جهاد څخه دی ، خو که چیرې پوهیږي چې دا کار ورته ډیر له ستونزو ډک دی ،نو دا د هغه حق دی چې د اعتدال او آسانۍ ژوند غوره کړي ،نه د مشقت او ستړیا ،، یعنې یو کس نه غواړي چې د زیاتو کارونو له وجې یې بدن کمزوري شي ،ژوند یې تریخ وي ټول عمر يې په دردونو او ستومانیو کې وي او دا هم د زیاتو اولادونو له امله ، نو د هغه دا حق دی چې معتدل ژوند غوره کړي ،او په دې کې کومه ګناه نشته .
احمد منصور:
یو د هغو کړنو څخه چې د زوجینو ژوند له ګواښ سره مخ کوي ، خصوصا د زيږون په همدې قضیه کې ، په تیره بیا چې تاسو په دې اړوند ډیرې خبرې وکړې چې دواړه باید په اتفاق او یوالې سره یو بل سره ژوند غوره کړ ې، هغه د خپلوانو او د کورنۍ د نورو غړو مداخله ده ،نو ایا د کورنیو نور خپلوان دا حق لري چې د اولاد راوړلو په برخه کې ددوی تر منځ مداخله وکړې او له ښځې او خاوند ددي کار حق لری چې څه ډول تصمیم نیسي ؟
قرضاوي :
په حقیقت کې د کورنۍ د نورو غړو مداخله که هغه د ښځې د خپلوانو څخه وي او یا هم د خاوند ، دا مداخله د زوجینو ژوند فاسدوي ، نو که د ښځې خپلوان مداخله کوي په خاوند ښه نه تمامیږي او که د خاوند کورنۍ مداخله کوي په ښځه ښه نه تمامیږي ، نو ښه داده چې دواړه طرفونه زوجین خپلې ارادې ته پریږدي چې دوی څه غواړي همغه ومني.
احمد منصور:
پرته له اصلاح او نصیحت څخه .
قرضاوي:
اصلاح خو به خامخا راولي ، موږ وینو چې کله به د حضرت علي (رض) او بي بي فاطمې (رض) تر منځ څه مسئله پیښه شوه نو ددوی د اصلاح په موخه به رسول الله (ص) مداخله کوله ،او علي (رض) هغه (ص) ته د زوی په شان ؤ ځکه له کوچنوالې یې روزلی ؤ . یوه ورځ رسول الله (ص) د دوی کور ته ورغی ، له فاطمې یې پوښتنه وکړه ، د تره زوی دې چیرته دی؟هغې ورته وویل چې زموږ تر منځ څه خفګان پیښ شو ،نو رسول الله په حضرت علې پسې ولاړ ګورې چې هغه په جومات کې په خاورو کې ویده دی ، نو رسول الله (ص) ورغی ، هغه ته یې وویل : پورته شه ای ابوترابه ، هغه یې کور ته راوست او( ستونزې یې ور حل کړي ) نو د اصلاح په موخه مداخله ضرور ده ،او که مداخله د لمسون په موخه وي بیا دا عمل مناسب ندی.
نو کله چې واده وشي ، لومړی حق به خاوند ته ورکول کیږي ، یعنې د پلرنۍ حق وروستۍ خبره ده ،د زوج خبره د مور او پلار تر خبرې په دې مسایلو کې لومړیتوب لري خو متأسفانه چې ډیر خلک په دې نه پرهیږي .ځینې بیا د خپلې لور سره داسې چلند کوي لکه تر اوسه چې د هغه په کور کي وي ، هغه اوس د خپل خاوند په کور کې ده ، هغه باید د خپل خاوند اطاعت وکړي ، هغه په دې ملزمه نده چې د خاوند په کور کې د خپل پلار اطاعت وکړي . الله تعالی فرمایی(الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَی النِّسَاء … ) نو د کورنیو نورو غړو ته لازمه نده چې له اصلاح پرته په نورو امورو کې ددوی ترمنځ مداخله وکړي .
احمد منصور:
محترم دوکتور صاحب ! په اوسنې وخت کې د اسلامي نړۍ ډیرۍ مسلمانان د اقتصادي کمزورتیا څخه سر ټکوي ، سره ددې چې دوی په دې ایمان لري چې رزق او روزي د الله تعالی له لورې ده ، خو بیا هم دوی فکر کوې چې که د همدې ستونزمن اقتصادي حالت سره لږ شمیر اولادونه ولري ،نو دوی ته به یې په روزنه او پالنه کې آسانتیا ورپه برخه شي ، او که ګڼ شمیر وي او ددوی اقتصادي حالت هم له ستونزو ډک وي نو ژوند به یې نور هم ستړي وي ، تاسو په دې برخه کې څه وایی؟
قرضاوي:
هر مسلمان دا غوښتنه لري چې یوه صالح ذریه (اولاد) ولري ،او د همدې صالح اولاد د لرلو لپاره هڅې وکړي ،دا یوه فطري خبره ده ، تر دې چې انبیاء (ع) هم دا هڅه کړي ، ابراهیم (ع) فرمایی :[ الحمدلله الذي وهب لی علی اکلبر اسماعیل و اسحاق ان ربی لسميع الدعاء] یعنې : حمد او ثنا هغه الله لره ده چې ماته یې په بوډاتوب کې اسماعیل او اسحق راکړل ، بیشکه چې زما رب د دعا اوریدونکی دی .
خو آیا له (ذریت څخه ) موخه کمیت دې او که کیفیت ، نو په دې اړوند ځینې دا حدیث دلیل ګڼې چې :(تناکحوا ، تناسلوا تکثروا فاِنې مباهي بکم الامم …)یعنې ودونه وکړئ ، اولادونه وزیږوئ او شمیر مو ډیر کړئ ، ځکه زه د امتونو په منځ کې په تاسو فخر کوم…) نو آیا ډیر والي ترې مطلوب دي ، اګر که دا ډیر والی غیر مفید ډیر والی هم وي؟
د نسل تنظیم د جواز او تحریم ترمنځ
احمد منصور:
آیا دلته د شمیرو ډیروالی مطلب دی؟
قرضاوي:
د شمیرو ډیر والی څه معنی؟ دلته په دې دوهم حدیث کې د شمیرو په اړوند داسې وایی:(یوشک ان تداعی علیکم الامم کما تداعی الأکلة علی قصتها ، قالوا امن قلة یومئذاٍ یا رسول الله ؟ قال بل انتم یومئذٍ کثیر ولکنکم غثاء کغثاء السیل )
منصور :
پرته له قوته شمیري ..
قرضاوي:
داسي لکه ډیر سپک څیزونه وزن نه لري چې د اوبو په تل کې ځای ونیسي ، ډیر سپک به وي ، غیر متجانس ، داسې څیزونه چې اصلا هرف نه لري ….ځکه نهر خو خپل مسیر لري خو سیل نه مسیر لري او نه موخه ،کله د شمال په لور روان وي او د لویدیځ …نو امت به په دې حالت کې داسې وي لکه سیل وړي ،نو موږ سیل وړې څه کوو ،موږ د نوعیت له مخې ډیر والی غواړو ،داسې ډیروالی چې سمه روزنه یې شوې وي ،مور او پلار وکولای شي د هغوی سالمه روزنه وکړي ، یوه متکامله روزنه ، جسم یې په سپورت سره قوي و ي،عقل یي په پوهه سره ،روح یې په عبادت سره ،اخلاق یې په فضایلو سره ، د نوموړي د جدیت روزنه، د ټولنیز ژوند او کار روزنه ،هغه باید په ښه وعې او ځیرکتیا سره سیاسي وي ، د امت په ستړیو او زخمونو پوه وي ،نو دا ټول هڅو او کوششونو ته اړتیا لري ،نو کوم انسان چې ډیر اولاد ولري ، نشې کولای په خپلو پښو ودریږي ،، نو مسئله یوازې تر روزۍ پورې محدوده نده ، ، د ښې روزنې مسئله هم مهمه ده نو ، باید یو متکامل شخص وروزل شي ، داسي شخص چې د ټولنې په درد دواء شي ، په دې برخه کې کورنۍ او ښوونځۍ دواړه مسؤلیت لري، ښوونځۍ باید د کورنۍ سره همغږې شي ،یواځې ښوونځۍ هم دا ستونزه نشي حل کولای تر څو ورسره کورنۍ مرسته ونه کړې ، همدا علت دی چې د والدینو مجالس باید په ښونځیو کې جوړ شي ، تر څو د ښوونکو سره مرسته وکړي ،همدا شان د نجونو په ښوونځیو کې د میندو مجالس وجود ولري ، ..دا ټول ددې لپاره مطلوب دې تر څو یو ښه نسل وروزل شي ، او وکولای شي خپل دین ته خدمت وکړي ، خپل کور ته خپل وطن ته ….
احمد منصور :
د همدې بحث په رڼا کې ایا دا روا دې چې زوجین په دې اتفاق وکړي چې موږ باید دومره شمیر اولاد ولرو ، دومره شمیر کولای شو چې سم وروزو ، یعنې کولای شو، څلور ، پنځه … نه لس او دوولس .. نوآیا دا کار جواز لري او آیا دا د نسل په مخنوي کې نه راځې ؟
د رضاع په مدت کې د زوجینو کورواله کول …د شریعت په تله کې
قرضاوي:
همدې ته موږ د نسل تنظیم وایو ، یعنې نسل داسې تنظیم کړو تر څو د هرو دوو اولادونو تر منځ یوه معینه موده موجوده وي ،په دې اړوند په ځینو احادیثو کې نارینه له (غیل ) څخه منعه کړی شویدي ،غیل دې ته وایی چې یو کس د ماشوم د رضاع په مهال د خپلې ښځې سره جماع وکړي ، دا په داسې حال کې چې ماشوم لا تی رودونکی وي ،او نبي کریم (ص) په یوه حدیث کې دا عمل رد کړیدی… او ابن قیم (رح) دا مسئله چې څیړلې نو بیا وایی چې په دې کې ډیر مشقت دی ،ځکه د رضاع موده دوه کاله ده، نو څه ډول به وی کس دومره موده له خپلې زوجې لیري والی وکولای شي؟ خو موږ په دې عصر کې کولای شو د پیغمبر (ص) دا وصیت په ځاې کړو ،اوس کیدای شي ، د نویو وسایلو له لاري ، لکه هغه تابلیت چې ضرر ونه لري او د همدې موخې لپاره کارول کیږي ، او یا داسې نورې لارې چارې چې ډاکتران یې ښځو ته لارښوونه کوي
احمد منصور :
آیا دا کار به داکتر ته پریږدي چې هغه څه چاره وروښيي او نارینه نشي کولاي په خپله ښځه ځه لازم کړي لکه عزل او داسي نو ر …؟
قرضاوي :
همدا بهتره ده چې دا کار تر داکتر پورې اړونده شي ،ځکه ځینې ښځې تابلیت کاروي ، او بیا ورته تاوان ورسوي ،نو که تابلیتو تاوان وکړ ، ډاکتر به بله چاره وسنجوي .
احمد منصور:
خو د حمل د دایمې بندیز په اړوند لکه ځینې چې د رحم نلونه تړي ، او یا عملیات تر سره کوي او یا داسې نور اعمال تر سره کوي ..په دې هکله خو بیا بیل نظر دی؟
قرضاوي:
نهایی بندیز ، یا ځان شنډول ،اصلاً جواز نه لري ،ځکه دا د الله تعالی په خلقت کې تغیر راوستل دي ،دا یو شیطانې عمل دی ،الله تعالی په دې اړوند فرمایی (و لأضلنهم ولأمنينهم ولآمرنهم ووليتكم آذان الأنعام ولآمرنهم فليغيرن خلق الله)
همدا شان رسول الله (ص) په هغو کسانو چې د الله تعالی په خلقت کې تغیر راولي لعنت ویلی دی ، لکه د غاښونو او نورو څیزونو په برخه کې ..نو الله تعالی د خلقت تغیر کول حرام کړیدي . البته ځینې حالات شته چې انسان ته پکښې د جواز لاره پاته ده ، د بیلګې په توګه که د کومې ښځې حمل د هغې لپاره و مرګ سبب کیږي او یا ورته ډیر لوی تاوان رسیږي ، او یا یې عمر ډیر زیات وي نو بیا ورته د رحم د تړلو د جواز ځای شته ، خو په عادي حالاتو کې دا کار جواز نه لري .
له حمل څخه د ښځې د دایمې ځان خلاصولو موضوع ، شروط او ضوابط
احمد منصور:
محترم دوکتور صاحب! اجازه راکړئ د څو تنو ښځو پوښتنو ته به ځواب ووایو ، ام یوسف خور له ابوظبي څخه پوښتنه کوي مهرباني وکړئ؟
ام یوسف:
زه غواړم د هغه حدیث په هکله وپوښتم چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ( تناسلوا تکاثروا فاني متفاخر بکم یوم القیامة) یعنې : اولادونه وزیږوئ ،او شمیر مو ډیر کړئ .ځکه زه د قیامت په ورځ په تاسو فخر کوم .
او دوهمه پوښتنه مې داده چې یوه ښځه دری اولادونه لري ، بیا له ویرې رحم تړي ، آیا دا کار ورته روا دی او که نه په تیره بیا چې په طبعي ډول تولد هم نشي کولای؟
قرضاوي:
یواځې د سخت ضرورت له مخې دا کار کولای شي ،خو که چیرې ولادت په طبعې ډول هم نه وي او ډاکتران کولای شي په اسانۍ هغې ته ولادت ورکړي ،(خطرناک نه وي) بیا دا کار ورته جواز نه لري چې په دایمي ډول رحم وتړي ….
احمد منصور:
محمد عبده ورور له بریطانیا څخه پوښتنه لري ، مهرباني ورکړه :
محمد عبده:
زه په دې زړه پورې بحث ډیر خوښ یم چې هغه د کورني نظام او د نسل د کنترول او تنظیم موضوع ده ،خو زما سره پوښتنه داده چې زه یو ډاکتر یم ،د لیفربول په شفاخانه کې کار کوم ، زما تخصص د ښځو د امراضو موضوع ده ، ډیرۍ ښځې ماته راځې او د رحم د نلونو د تړلو غوښتنه کوي نو ماته د یوه مسلمان ډاکتر په صفت څه توصیه لرئ ؟
احمد منصور:
د مشوري په اساس دا غوښتنه کوي او که ستاسو په واسطه یې بندول غواړي ،او يا داکار مسلمانې ښځې کوي او که غیر مسلمانې ؟
محمد عبده :
زه خپله ددوی عملیات کوم ،دا کار په بریطانیا کې یو مباح کار دی ، ښځې خپله دا غوښتنه لري ،په دې کې مسلمانې هم شته غیر مسلمانې هم؟
قرضاوي:
کله چې دا کار غیر مسلمانې کول غواړي نو د هغوی لپاره دومره سخته نده ،ځکه د هغې دین هغه له نوموړي عمل څخه نه راګرځوي ،خو په مسلمانه ښځه د هغې دین ددې عمل څخه ځان ساتل فرض کړی دي ،مسلمانې ښځې ته د هغې دین دا جواز نه ورکوي چې د الله تعالی په خلقت کې تغیر راولي، او که یې دا کار وکړ نو هغه ګنهکاره ده ،همدا شان مسلمان ډاکتر هم پرې ګنهګار دی ، او د غیر مسلمانې لپاره چې دین یې دا کار جواز ورکوي بیا دومره ستونزمنه نده ،خو که کوم داکتر د یوه لوی داکتر تر لاس لاندې کار کوي او هغه ورته ددې عمل د تر سره کولو امر کوي بیا کولای شي د هغه د امر په اساس اجراءت ترسره کړي .
احمد منصور:
خوکه کومه مسلمانه ښځه دا کار کول غواړي نو بیا خو مسلمان ډاکتر ته لویه ستونزه ده ؟
قرضاوي:
که چیرې مسلمان ډاکتر بل څه کولای نشي ،او د (نه) خبره هم نشي ورته کولای نو بیا دا امر د ضروریاتو تر حکم لاندې راځي.
احمد منصور: ن
نظیف زهدې له بوسنیا څخه پوښتنه لري ، مهرباني وکړئ :
نظیف زهدي:
تاسو وویل چې تابلیت د حمل مخنوی کوي ، آیا د حمل مخنيوی کوي او که د حمل له تر سره کیدو څو ورځې وروسته حمل ته سقط ورکوي؟
قرضاوي :
نه نه ، د حمل سقوط نه کیږي ،حمل اصلا صورت نه نیسي بلکې د حمل مخنوي کوي.
احمد منصور:
له فرانسې څخه أیمان خور پوښتنه لري او وایی چې الله تعالی فرمایلي (وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهاء أَمْوَالَكُمُ ….) په فرانسه کې ددې ایت په هکله خلک داسې تفسیر کوي چې ګواکې ښځې هم په سفهاؤ کې شاملې دې نو ښځو ته باید د مصرف په موخه مال ورنه کړای شي ، هیله ده معلومات راکړئ ؟
قرضاوي:
ددې آیت په هکله چې الله تعالی فرمایی:( وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهاء أَمْوَالَكُمُ …)
د علماؤ تر منځ ځینې نظرونه شته ،ځینو مفسرینو لیکلي چې د سفهاء څخه مطلب ښځې او ماشومان هم دي ،او نارینه ؤ ته رواندې چې دوی ته د مصرف کولو په موخه مال او پیسې ورکړل شي ،خو په حقیقت کې دا تفسیر ضعیف او مردود دی ځکه لومړی خو د سفهاء کلمه د ذم او بد ګڼلو په مفهوم کارول شوې ،، قرآن ګریم کې د منافقینو په هکله فرمایی (إذا قيل لهم آمنوا كما آمن الناس قالوا أنؤمن كما آمن السفهاء ألا إنهم هم السفهاء ولكن لا يعلمون) یعنې کله چې دوی ته وویل شي شي چې ایمان راوړئ داسې لکه نورو چې ایمان راوړی دی ، دوی ویل :آیا موږ هم ایمان راوړو لکه بی عقلانو او ناپوهانو چې راوړی دی ،خبر شئ چې په حقیقت کې همدوی بی عقلان دي خو دوی نه پوهیږي .
یا داچې د یهودیانو په هکله فرمایی : (سيقول السفهاء من الناس) یعنې وبه وایی ناپوهان او بی عقلان د خلکو چې څه شي دوی له هغې لومړۍ قبلې څخه وګرځول ،ورته ووایه ای محمده ! الله تعالي لره مشرق او مغرب دی ، الله تعالی هغو کسانو ته مستقیمې لارې ته لارښوونه کوي چې خوښه یې شي . نو سفهاء د ذم او رټلو په مقام کې استعمال شویده ،نو کوم انسان چې ګرم ونه ګڼل شي ولې ورټل شي؟ یعنې ښځې دلته کومه ګناه کړیده چې ورټل شي ، او دوی یواځې په دې ورټل شي چې ښځې دي؟ او ماشومان چې ماشومان دي؟ ددوی ګناه څه ده ؟دا سمه خبره نده ، دا د الله تعالی له عدالت سره سر نه لګوي ،او نه د اسلام له وجهې سره توافق لري . له بل پلوه که چیرې د الله تعالی همدا غوښتنه وای ،او دې آیت په همدې مطلب دلالت کولای لکه په دې آیت کې چې فرمایی: (فان کان الذي ..) نو اخت يې دلته سفاهت د ضعف په مقابل کې کارولی دی ،نو دا ممکنه نده چې هر ماشوم دې سفیه وي ، همدا شان که مراد ترې ښځې وای لکه چې الله تعالی فرمایی : ( ولاتؤتوا السفهاء ) نو بیا دلته سفهاء د سفیه جمع ده لکه کرماء چې د کریم ده ،یعنې که چیرې ترې ښځې مطلب وای باید لیکلای وای چې:( ولاتؤتوا السفیهات اموالکم ) او یا داچې ولاتؤتوا السفائه ، په جمع تکسیر سره … او دا جمع مذکر سالم دی ، له دې څخه همدا تفسیر کیدای شي ، ددې آیت صحیح تفسیر دادی چې بې عقلانو ته مال مه ورکوئ چې په مصرف یې ورسوي او لوبې پرې وکړي ،ځکه دا د ټولنې مال دی نه د یوه شخص سره ددې چې په حاضر حالت کې د یوه شخص په لاس کې دی ….
احمد منصور :
ام علاء خور له اسکاتلند څخه پوښتنه لري ، مهرباني وکړئ :
ام علاء:
سره ددې چې د حمل د مخنوي هڅې مې وکړې خو با هم زما د دوو میاشتو اولاد په ګیډه دی او دا مې څلورم اولاد دی نو آیا زه کولای شم له دریمې میاشتې مخکې خپل جنین سقط کړم ؟
احمد منصور:
ولې یې سقط کوئ؟ او څه اړتیا لرئ؟
ام علاء :
غواړم یواځې دری اولادونه ولرم
قرضاوي:
مخکې له حمل څخه ام علاء حق درلود چې له خپل خاوند سره دا صلاح وکړي چې موږ باید یواځې دری اولادونه ولرو ، خو کله چې حمل واقع شو نو بیا حمل خپل حرمت او حقوق لري ، موږ ته جواز نشته چې ددې ژوندې موجود په حقوقو او حریم تیری وکړو ، هغه ژوندی موجود چې مجرد د نارینه د منوي حیوان او ښځې د بیضې په یوځای کیدو یې د ژوند پروسه پیل کیږي ،په همدې سره د انسان جوړیدنې پروسه پیل شوه ، نو دا روا ندې چې ددې ژوندې موجود په حریم تیری وکړو، مګر دا کار یواځې په ځینو خاصو ضروري حالاتو کې کولای شو . امام غزالي وایی : د نارینه د نطفې او د ښځې د بیضې په مجرد یو ځای کیدو سره د ژوند قابلیت پیل کیږي ، ددې نطفې په هکله په لومړې سر کې جنایت کم وي خو چې څومره وخت پرې تیریږي جنایت یې لوییږي ،نو ددې ژوندې موجود باید احترام وشي . نو که چیرې دا ښځه د خپل خاوند سره په لومړي سر کې اتفاق ولري نو بیا کولای شي…
احمد منصور:
هغه وایی سره ددې چې د حمل د مخنيوي له طریقو یې کار اخیستی خو بیا هم حمل صورت نیولی..؟
قرضاوي :
همدا د الله تعالی اراده وه ،چې د ټولو موانعو سره سره به بیا هم حمل صورت نیسي نو آیا دا ښځه اوس غواړې خپل اولاد ووژني؟
احمد منصور:
ددې معنی داده چې محترم دوکتور صاحب ! تاسو د نسل د تحدید په برخه کې د جنین د سقوط سره مخالف یاست؟
قرضاوي :
زه د جنین له سقوط سره بالکل مخالف یم اګر که دا د یوې ورځې هم وي، او ددې وسیلې سره مخالف یم .
آیا ښځه کولای شي خپل جنین له منځه ویسي؟ او په کومو حالاتو کې؟
احمد منصور:
هغه به کوم حالت وې چې ښځه کولای شي خپل جنین له منځه ویسي؟
قرضاوي:
په ځینو خاصو حالاتو کې ، لکه په کومه ښځه چې جنسي تیری وشي ، مثلاً موږ ولیدل چې زموږ په بوسنیایی خویندو هغه مهال دا ډول تیري ترسره شول کوم مهال چې هلته جګړه روانه وه ، صربي ظالمو لښکرو په بوسنیایی مسلمانو ښځو دا ډول تیرې کول ، هغه مهال یوې بوسنایی ښځې له ما څخه په همدې اړوند وپوښتل ، ما ورته په ځواب کې وویل :که چیرې ښځه نشي کولای دا ډول حمل وزغمي ، او یا یې کورنۍ نشي زغملای ،نو دوی کولای شي ، د حمل په لومړیو څلویښتو ورځو کې دا کار وکړي .
احمد منصور:
یواځې په څلویښتو ورځو کې؟
قرضاوي :
کله چې اړتیا ولیدل شي دا موده زیاتیدی هم شي ،لکه ځینو علماؤ چې دا موده (۱۲۰ ) ورځو پورې هم ټاکلې ده .
احمد منصور:
وروسته له (۱۲۰) ورځو بیا جواز نه لري؟
قرضاوي :
نه ! له (۱۲۰) ورځو روسته بیا دا کار کاملاً یو جرم ګرځي ،ځکه په حقیقت کې موږ یو څوک وژنو ،دا جنین له څلورو میاشتو وروسته یو کامل انسان ګرځې نو جواز نه لري….
احمد منصور:
درویش محی الدین له فرانسې څخه یوه پوښتنه لري ، مهرباني وکړئ!
درویش محی الدین:
په فر انسه کې ډیری مسلمانان ژوند کوي ،دا مسلمانان په داسې حال کې له لویدیځوالو نجونو سره ودونه کوي چې ډیرې مسلمانې محجبې نجونې هم شته ، دانجونې زیاتره اوس (۳۰) او (۴۰) کلنۍ ته رسیدلې دې ، او دوی همداسې پاتې کیږي په دې هکله ستاسو پیغام څه دی؟
قرضاوي :
ډا ډیره مهمه مسئله ده ، ما د هغو کسانو په هکله چې له لویدځوالو غیر مسلمو محجبو سره ودونه کوي یوه فتوی لیکلې ده ، په دې فتوی کې مې د غیر مسلمو ښځو سره د واده کولو په برخه کې مسلمان ځوان لپاره (۴) شرطونه ټاکلې دي :
لومړي:
دا ښځه به په رښتیا هم له اهل کتابو څخه وي ، نوموړې به په خپله وايی چې زه عیسوي یم ، یا به یي کورنۍ دا شاهدي وایی ، خو که چیرې نوموړې اصلا عیسوي عقیده نه لري ، او یا اصلاً دین نه لري ،ملحده وي نو دا ښځه نه عیسوي ده او نه هم یهودې ،ځکه هغه نه د یهودیانو په کتاب ایمان لري او نه د عیسویانو …
دوهم :
داچې دا ښځه به پاکلمنې وي ، الله تعالی فرمایی (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ ) الله تعالی چې د محصن په هکله په دې آیت کې څه فرمایلې ،د هغې معنی داده چې دا ښځه به پاکلمنې وي ، یعنې خپل بدن یې هیڅکله هم د کوم انسان په واک کې نه وي ورکړی . خو په اوس مهال کې به په لویدیځ کې دا ډول ښځې او نجونې له کومه شي ،هلته چې نجونې ، (۱۳ـ۱۴ )کلونو ته رسیږي نو نورې نجوني د پاکلمنۍ پیغور ورکوي ، هره نجلي به د پیغور د خلاصون په موخه (بای فرنډ) لري ، خو که کومې نجلۍ توبه ایستلې وي ، بیا هم کولای شي واده ورسره وکړي ، ځکه ( فالتائب من الذنب کمن لاذنب له ) له ګناه توبه کونکی داسې دی لکه هیڅ ګناه یې چې نه وي کړې .
دریم :
داچې دداسې قوم اوکورنۍ څخه نه وي چې د اسلام سره دښمني ولري ،له حضرت ابن عباس (رض) څخه په یوه حدیث کې روایت شوی چې هغه فرمایلي :د اهل الحرب سره ازدواج کول جواز نه لري .نو دداسې چا سره واده کول چې هغه له مسلمانانو سره دښمني لري په حقیقت کې له دښمن سره واده کول دي ، لکه له اسرائیلي ښځې سره ، نوهغه به د اسرايلو جاسوس په خپل کور کې ولري … الله تعالی فرمایی ((لا تجد قوماً يؤمنون بالله واليوم الآخر، يوادون من حاد الله ورسوله ولو كانوا آباءهم أو أبناءهم أو إخوانهم أو عشيرتهم)
د ازدواج بنسټ به په مینه او محبت سره ولاړ وي ، داچې د یوه چا د داسې چا سره مینه وي چې هغه د الله تعالی او د هغه د رسول سره جګړه کوې ،نو بیا دداسې چا سره واده کول رواندي .
څلورم
چې په دې واده سره به کوم بل ضرر مرتب نه وي ، نه به یې میړه ته کوم تاوان وي او نه یې راتلونکي اولاد ته او نه نورو مسلمانو ښځو ته ،(حضرت حذیفه (رض) غوښتل له یوې یهودي ښځې سره واده وکړي ،نو حضرت عمر (رض) هغه له دې واده کولو منعه کړ ، او هغه ته یې د طلاق کول امر وکړ ، حضرت حذیفه ترې وپوښتل :ای امیر المؤمنینه ! آیا دا کار حرام دی؟هغه ورته وویل : نه حرام ندی خو زه ویریږم په دې کار به مسلمانې ښځې زیانمنې شي او دا به دامت لپاره یو عام عادت جوړ شي )… په تیره بیا که چیرې کومه ټولنه کې مسلمانان اقلیت وي ، او نارینه مسلمان ځوانان هم لږکي وي ، او مسلمان ځوانان له غیرمسلمو ښځو شره ودونه کول پیل کړې ،او مسلمانې ښځې خو پرته له مسلمان سره له بل چا سره واده نشي کولای او دوی ته جواز نه لري ،نو مسلمانې ښځې به له واده کولو پرته پاته شي ، څوک به نه مومې چې واده ورسره وکړي ،نو له همدې امله دا لازمه ده چې موږ ددې کار مخه ونیسو . زه د ځینو مسلمانو ټولنو ځینې علماء پیژنم چې دوی دا ډول واده کول مطلق حرام اعلان کړیدي ،او که همدا ډول مسلمان ځوانان له غیر مسلمو ښځو سره ودونه کوي او مسلمانې ښځې پرته له ودونو پاته کیږي ، نو بیا دا لویه فتنه ده په کار ده چې دا کار حرام کړل شي .
احمد منصور :
په تیره بیا چې مسلمانې پیغلې هم موجودې وي؟
قرضاوي :
هو ، مسلمانې ، بیا په دین پابندې ، مسلمان ځوان یواځې په دې مجبور ندی چې مسلمانه به په نکاح کوي ، بلکې په دې هم مکلف دی چې صالحه به په نکاح کوي ، نبي کریم (ص) فرمایی: ( الدنیاء متاع وخیر متاعها المرأة الصالحه ) دا دنیا متاع ده او ښه متاع یې صالحه ښځه ده ،بل ځای فرمایی: (فاظفر بذات الدین تربت یداک) د دین او دندارئ څښتنه په واده کړه لاسونه به دې په خاورو شي (نیک بخته به شي) .
نو کله چې یو مسلمان له داسې ښځې سره واده کوي چې نه یې اصل ورته معلوم وي نه نسل ، نه دین او نه عقیده ،د هغه راتلونکی اولاد به څه ډول وي؟ کومه روزنه به اخلي؟ پرته له شکه دا لوی خطر دی ، دا لویه فتنه ده ، نو مسلمان ځوانان باید له دې فتنې ځانونه وساتي ، او مسلمان ځوانان په لویدیځ کې له مسلمانو ښځو پرته له بل چا سر ودونه ونه کړی .
احمد منصور:
په همدې ډول ماجد الساري له سویدن څخه یو نظر لري ، او وایی چې زه نه غواړم چې زما اولادونه تولد شي ، ځکه زه ویره لرم چې الله تعالی به زما لور وزیږوي ،او زه په دې ټولنه کې د هغې د روزنې توان نه لرم ،نو دې سړي ته څه ځواب وایی؟
قرضاوي:
په اویایمه لسیزه کې چې کله مه په لویدیځ په تیره بیا امریکا کې له ځینې خلکو سره ملاقات وکړ ، هغوی هم همدا ستونزه راته مخکې کړه، ما دوی ته وویل : که تاسو په خپلو اولادنو کنترول نشئ درلودلای او دوی ته اسلامي روزنه نه شئ ورکولای نو بیا ښه داده چې همدا اوس بیرته خپلو اسلامي هیوادونو ته کډه شئ …خو داچې یوڅوک وایی زه مطلق اولاد نه غواړم، دا خبره د اسلام له روح سره ټکر لري، دا د فطرت خلاف کار دی، انسان دا حق لري چې اولاد وزیږوي …اسلام موږ ته دا نه وایی چې خامخا به ۱۰ ، اولادونه لري ، یا ۷ ، یا ۸ …. موږ کولای شو داسې کورنۍ جوړه کړو چې زموږ ژوند ورسره خوښ او خوشحاله وي ، زموږ د ظروفو سره موافق وي ظروف تغیر مومي ،زه د بیلګې په توګه تاسو ته یو مثال وایم :په پخوا زمانو کې به یو تن په یوه لویه کورنۍ کې اوسیده ، ډیر کسان به په یوه کورنۍ کې سره اوسیدل ،هلته به نیکه ؤ ، ترونه به ؤ ، نیا به وه ، عمه ګانې به وې …کله به چې زامنو ته ودونه وکړل ، نو مور به یې د اولادونو سرپرستي کوله، عمه به کوله، ترونو به کوله.
خو اوس بیا شرایط بدل شوي، هرچا د خپل کور اړتیا پیدا کړه، اوس په کورني کې یواځې مور د ماشومانو پالنه کوي، نو که ( ماشومان یې ډیر وي) ماشومان به یې په سرکونو کرځې ،پرته له روزنې او پالنې به لوییږې .. نو داسې نده ، دا ماشومان پالنې او روزنې ته اړتیا لري، صحې پالنې ته ، …په ډیرو هیوادونو کې ډیرۍ میندې بیا رسمي دندې لري و ځینې په ښوونځیو کې دندې لري ، ځینې ډاکترانې دي ،ځینې نور کارونه لري ،نو څه ډول به د ډیرو اولادونو روزنه وکولای شي، نو په دې حالت کې دوی مجبوره دي چې دومره اولادونه ولري چې د روزنې توان یې ولري .. دا هم نه وایم چې ۳ ،۴ ، ۶ ،د خپلو ظروفو مطابق ..همدې ته د کورنۍ تنظیم وایی ، تنظیم کیدای شي ۲ وي ،۳ وي ۴ ، ۵ ، تر دې چې ځینې کسان کولای شي نور ودونه وکړي …یو کولای شي (۱۰ـ۱۵) اولادونه وروزي ، یو بل په (۱۵) کلنۍ واده کوي تر (۵۰) کلنۍ اولادونه راوړل غواړي … په دې برخه کې کومه ستونزه نشته ، شرط دادی چې زوج او زوجه دواړه اتفاق پرې ولري ،او دواړه داسې ژوند غوره کړې چې د دنیا او آخرت ګټې یې پکښې خوندي وي .
احمد منصور:
ابو الوفاء ورور له الجزایر څخه پوښتنه لري :
ابو الوفاء:
محترم دوکتور صاحب! که چیرې قطاع طریق او یا هم غله او ویره اچوونکي په کومه ښځه په اکرام تجاوز وکړي او دا ښځه حمل ترې واخلي، آیا دې ښځې ته دا روا دې چې خپل جنین اسقاط کړي؟
قرضاوي :
ما دې مسئلې ته مخکې هم اشاره وکړه ، ما وویل که چیرې اسقاط یو ضرورت وي نو د ضروریاتو له جملې په زوره تجاوز هم دی ،د بوسنیا قضیی ته مې اشاره وکړه ، هغه مهال مې د ځینو ښځو د پوښتنو په ځواب کې ویلي ؤ چې دوی کولای شي تر (۴۰) ورځو پورې ، د ځینو علماو په آند تر (۱۲۰) ورځو پورې خپل دا ډول جنین ته اسقاط ورکړي ، ځکه دا ښځه دا اولاد بد ګڼې ،کورنۍ یې نه غواړي، ټولنه یې نه غواړي ،هغو وحشي صربیانو همداسې جنایتونه وکړل ،د هغې مسلمانې ښځې څه ګناه وه ؟ په ښځه کې ګناه نشته ، ټولنه باید چې داسې ښځې ته د ګنهګارې په سترګه ونه ګوري ،، ځګه دې کومه ګناه نده کړې ،دې هغې سره دا عمل په جبر او اکراه تر سره شوی ، نو دې ښځې ته باید تر همدې ټاکلې مودې د جنین د سقوط حق ورکول شي ،خو که کومه ښځه غواړي همدا جنین ورسره وساتي ، بیا یې ښه اسلامي روزنه وکړي ، نو په دې کې هم دا خپل واک لري ،ګناه په غصب کوونکي او تیري کوونکي کې ده ، هغوی چې نه عقل لري او نه هم وجدان …
احمد منصور:
محترم دوکتور صاحب! دلته دوه کورنۍ دي یوه ستونزه لري : ام محمد له سویدن څخه وایی :زه دری اولادونه لرم ،غواړم نور هم ولرم،خو زما خاوند یې نه غواړي نو څه وکړم؟ او ام یوسف له آلمان څخه وایی : خاوند مې نه غواړي د حمل د مخنوي وسایل استعمال کړم، او دا کار شرعا حرام ګڼي نو آیا ماته روا دې چې د خاوند له اجازې پرته د حمل د مخنوي دوا وسایل وکاروم؟
قرضاوي:
لومړی باید له خپل خاوند سره اتفاق ته ورسیږي او د دوهمې په هکله وایم چې دا رښتیا خبره ده ځینې میړونه فکر کوي چې د نسل تنظیم حرام دی ،خو دا صحې خبره نده ، ځینې لا وایی چې عزل کول خفی ژوندې خښول دي ، چې دا ډول نظریات د صحابه کرامو له وخته بیا تر نن پورې علماؤ ، سلف صالحو … رد کړیدي ، ځینو صحابه کرامو خپله عزل کړیدی ، د حضرت جابر بن عبدالله (رض) څخه روایت دی چې فرمایی : موږ به په داسې حال کې چې قرآن کریم به نازیلیده ، عزل کاوه ،د مسلم په یوه روایت کې خو راغلي چې موږ به عزل کاوه ، رسول الله (ص) پرې خبر شو ، نو موږ یې منع نه کړو ، حضرت علي (ک) دا خبره رد کړي چې عزل کول خفی واده دی ، دا مودة نشي کیدای تر څو (۱۷) مرحلې پرې تیرې نشي ،حافظ امام بیهقي په خپل سنن الکبري کې هغه ټول علماء یاد کړي چې د عزل په جواز قائل ؤ ، پدې ډله کې صحابه کرام ، تابعین او نور علماء شته ،نو دا مختلف فیه خبره ده ،نو هغو وروڼو ته چې ملتزم دي او په دیندارۍ تینګار کوي دا وایم چې دوی باید په دې برخه کې په خپل نظر ټینکار ونه کړي ،له خپلو ښځو دې سوی ګانې نه جوړوي ( چې هر وخت بچیان زیږوي) اوسنې ژوند د اولاد روزنه سخته کړې ،دا ضروري ده چې ددوو یا څو اولادونو ترمنځ د فاصله وجود ولري ،تر څو یې سمه روزنه وشي او هر طفل خپل حق تر لاسه کړي ،….
احمد منصور:
سحر خور له آلمان څخه وایی : زما (۶) اولادونه دي د حمل د مخنوي وسایلو ماته کومه ګټه ونه رسوله اوس یوه نوې وسیله راغلې ، هغه یو ډول پیچکارۍ دي چې ښځې ته تر دریو میاشتو پورې میاشتینۍ دوره نه ورځې آیا دا کار روا دی؟
قرضاوي:
هو روا دی…همدا ښه ده .. او دا دایمي بندول ندي….
احمد منصور:
محترم دوکتور صاحب ډیره مننه