Wednesday 1 April 2015









میدان وردګ وپيژنئ
دميدان وردګ ولايت د افغانستان دمركزي او درېيمه درجه ولايتونو له ډلې دی،چې دكابل ښار لویدیځ پلوته په ٣٥ كېلومتره واټن كې پروت دی. ختیځ ته په لوګر پورې تړلی دی. لودیځ ته یې بامیان او غزنی موقعیت لري او جنوب ته په غزني او لوګر پورې تړلی دیاو همدا رنګه شمال ته په بامیان او پروان پورې تړلې پوله لري.
د مرکز په ګډون ٩ اداريواحدونه (ميدان ښار، نرخ، جلرېز، چک، دايمرداد، سید اباد ، جغتو بهسودلومړۍ برخه، مرکزيبهسود) او ۴۷ ملکي اونظامي ادارې لري.
میدان وردګ د طول البلد په ( ۶۸.۸۶۳۸۳ ) درجو، د عرض البلدپه ۳۴.۳۹۴۵۸ درجو موقعیت لري، چې د بحر له سطحې ۲۲۱۰ متره جګ پروت دی. ټول نفوس یې ( ۸۸۶۴۶۵ ) تنه دی او ( ۱۰۷۶۴۱ ) په بزګرۍ بوخت دی.
د میدان وردګ ولایت ټول مساحت ( ۱۰۹۱۲ )مربع کیلومتره ته رسيږي، چې کرهنیزه ځکه یې ( ۴۳۹۲۱.۴ ) هکتاره ده. له دې جملې (۳۲۶۹۱ ) هکتاره ابي ، (۱۱۱۲۰ ) هکتاره للمي او ( ۱۱۰.۴ ) هکتاره دولتي املاک ځمکه ده. په منځني ډول ددې ولایت د ابي ځمکې (۱۰۹۸۰ ) هکتاره ځمکه باغونو نیولې ده. ددې ولایت د اوبو منابع ، سیندونه، کاریزونه، چينې، ژورې څاګانې دي. عمده نباتات غنم، کچالو او نور حبوبات دي..
د ميدان وردګ ولايت د ټولو کارکوونکو شمېر (۶۳۶۳)کسانو ته رسیږي، چې ۲۹۶۰۰ رسمي او ۳۴۰۲ اجیر مامورین دي .
ميدان وردګ له دوه پلوه ډېر ستراتيژيک ولايت دي:
الف: د کابل-کندهار او کابل-باميان په لويه اکمالاتي او تجارتي لاره پروت دی.
ب:د کابل لويه او تر ټوله مهمه دروازه ده.
د ميدان وردګ ولايت اقليمپهاوړي کې نسبتا ګرم او ژمید واورې ورېدو ترکچې سوړ وي.
ددېولايت وګړي په عمومي ډول په کرهنه، بڼوالۍاو مالدارۍبوخت دي- كرنيز توليدات يي غنم ، جوار، وربشي، لوبېا، كچالو،سبزيجات اومېوېلكه مڼېاو زردالو دي، چېځانكړی شهرت لري.ددغو مېوو تر داخلي اړتيا اخوا يوه نسبي برخه يې بهرنیو هېوادونو ته صادريږي.همدارنګه لاسي صنايع يېټغر، لمڅي، شالونه، جاكټ ، دستكش او نور له مريو او دانو څخه جوړشوي توکي دي.
میدان وردګ ترټوو زیات د مڼو باغونه لري او کلني دمڼو عواید یې ( ۱۲۲۹۷۶ ) ټنو ته رسیږي ، دکچالو کلني عواید یې (۹۱۵۳۴ ) ټنه او دغنمو کلني عواید (۴۱۱۴۷.۵ ټنه کيږي. ددې ولایت ځنګلي ساحه معمولا غرنیو بادامو پوښلې چې (۶۰۰ ) هکتاره يې یوازې د نرخ او جلریز اړوند ده. همدارنګه د علفچر ساحه یې ( ۱۷۶۵۴۵ هکتاره ده چې زیاته برخه یې دبهسود و په لومړۍ برخه او مرکزي برخه پورې اړوند ده
په میدان وردګو کې د سړکونو حالت :
میدان وردګ ولایت کې ټول ۳۱۰ کليومتره شاهراه سړک موجود دی، چې تر دم ګړۍ ۴۲ کیلومتره اسفالټ شوی او ۲۲۸ کیلومتره جغل اندازي شوی دی. همدارنګه د ولسواليو په کچه ۳۷۰ کیلومتره سړک موجود دی چې تر دې مهاله ۲۱۱ کیلومتره اسفالټ کانګريټ شوی او ۹۶ کیلومتره جغل اندازي شوی دی.
میدان وردګ ولایت اوه بنیادي بندونه لري :
۱ – ګنده قول ( جغتو ولسوالۍ )
۲ – چک بند ( چک ولسوالۍ )
۳ – ګردن مسجد ( چک ولسوالۍ)
۴ – باغک بند ( سيداباد شنیز)
۵ – اقچي بند ( نرخ ولسوالي )
۶ – سنګلاخ ( جلریز )
۷ – سرخ اباد ( مرکزی بهسود)
له پاسنیوبندونه څخه یواځې په یوه بند(دچک بند) باندې دبرښنادتولیدفابریکه جوړه شویده ، خومتاسفانه چی له دې فابریکې خڅه هم اوس څرنګه چی مناسبه ده هغسې استفاده نه ورځينې کیږي، ځکه دافابریکه ۳ توربینونه لري چی په مجموع کی د ۳۰۰۰ کیلوات برښنادتولیدظرفیت لري، خواوس مهال یواځې یوتوربین داستفادې وړدی اوباقي دوه نورتوربینونه دتخنیکي مشکلاتوله کبله داستفادې وړنه دي ، اودبیاترمیم په اړه یی هیچاهم تراوسه قاطع تصمیم نه دی نیولی. 

No comments:

Post a Comment