Sunday 7 December 2014


شعريت څه دى؟/ ګل رحمن رحماني


 د شعر د شننې پر مهال ډېر ځله دا خبره کېږي چې شعريت نه لري يا د شعريت مالګه په کې کمه ده، همدارنګه کله کله د شعريت کلمه د شعر د موسيقي سره يو ځاى هم کارېږي، په شعر کې موسيقي معمولا د موزونو او همغږو کلمو د کارونې او اوډنې څخه را پيدا کېږي چې تر څنګ يې په شعر کې شعريت هم غزونې کوي او په شعر کې زړه را ښکون پيدا کوي.
يو شمېر کره کتونکي په دې اند دي چې شعريت په شعر کې داسې پټ وي، لکه وږمه او خوشبويي چې د ګلونو په پاڼو کې نه ليدل کېږي، خو بويولى يې شو او ذهن مو معطر کوي.
په دې مانا چې شعريت داسې يو څه دي چې د شعر په دننه کې شته او د شعر د ځينو داخلي جوړښتونو د غاړې او اوبدنې څخه رامنځته کېږي. استاد روهي هم په دې نظر دى چې شعريت د شعر له بهرني طبيعت سره اړيکه نه لري، شعر کې مفکورې، تخيل، احساس او اهنګ له سمې کارونې څخه رامنځته کېږي.
استاد روهي په دې اند دى چې د شعرد مشخص تعريف د نشتوالي په څېر په شعر کې د شعريت راټوکېدو لپاره هم موږ کوم ځانګړي معيار نه شو ټاکلى او يا که وي هم شعر پېژندونکي يې په اړه يوه خوله نه دي، خو پاس ياد شوي څلور عناصر هغه څه دي چې د شعريت په اړه د شعر پېژندونکو په نظرياتو کې ګډ عناصر دي.
شعريت د شعر له لفظي او معنوي موسيقي سره د نوک او ورۍ په څېر تړلى دى او بله مهمه خبر داده چې شعريت شعر ته د تلپاتې ژوند او خوند د ورکولو تر څنګ شعر له عادي کلام نه بېلوي او شاعر ته د نورو شاعرانو پر وړاندې مقام او نوم ورکولى شي.
   خو شعريت څه دى او په شعر کې څنګه راځي؟ ځينې کره کتونکي په دې اند دي چې په شعر کې د خپل ژوند چاپيريال ته نوى او تازه ليد لورى، د نوو ترکيبونو او کره کلمو ټاکنه، د ځينې نورو عناصرو لکه خيال، تشبيه، استعاره ‎، احساس او عاطفي … کارونه شعر ته شعريت ورکوي او دا هغه څه دي چې له شعري چوکاټ سره هېڅ اړيکه نه لري.
يو شاعر د خپل غزل په مطلع کې وايي:
د ورځې سل ځله په دغه لاره ځم راځمه
لاره دې سر وخوري دا ستا لپاره ځمه راځمه
   ځم، راځمه دوه متضاد فعلونه او کلمې دي، چې نثر کې يې کارول عادي خبره ده، خو په دې بيت کې چې څنګه سره غاړې وتې او د قافيې له کلمو سره يې کوم پيوند خوړلى، په شعر کې يې موسيقي پيدا کړې او هغه څه چې په ټوله کې يې بيت ته شعري ښکلا او د موزون کلام حيثيت ورکړى، شعريت دى.
 د رديف او قافيو تر منځ پخلاينه او د چُستو کلمو ټاکنه تل په شعري کلام کې د يو ډول موسيقۍ د توليد سبب ګرځي او په کې رامنځه شوى وزن د شعر لوستونکى يا اورېدونکى ځان ته را کاږي او کله کله ددې احساس ورکوي چې شعر له ځان سره په اسانه زمزمه او ترنم کړي.
سندرغاړي يا د ترنم مينه وال چې کله کوم شعر تر نورو اسانه د زمزمې يا سندرې لپاره ټاکي ، لامل يې دادى چې دغه انتخاب کړى شعر د موسيقۍ او شعريت له اړخه تر نورو روان او ددې ځانګړتيا درلودلو دا امتياز ورکړى چې له ګونګتيا او پېچلتيا را ووځي او په خلکو تاثير وکړي.
   کره کتونکي په دې اند دي چې په شعر کې بايد د شعر څلور مهمې معنوي ستنې له پامه ونه اېستل شي اود شعر په شعريت او موسيقۍ کې ورته پاملرنه ډېره اړينه ده. دغه څلورستنې له خيال، عاطفې، مانا او د تورو يا لفظي موسيقي څخه عبارت دي چې په شعر کې ډېر اړين ګڼل کېږي او په مسرو کې له يو بل سره ټينګه اړيکه لري.
دروېش درانى وايي:
موسم بدل دى ښايي تللي مرغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي
بېلتونه دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه چې زه
په لمن اوښکې پاکوم او جانان بېرته راشي
په پورتينو بيتونو کې د قافيو او ريفونو د پخلاينې تر څنګ د شعر ازادې برخې هم له فافيې سره ډېرې پخلا او نږدې دي، خيال، عاطفه، احساس او ژوره مينه په کې درک کولى شو، چې زموږ د درک او پر مخاطب د شعر په اغېز کې د بيتونو شعريت او موسيقي ډېره مرسته کړې ده.
     همداسې چې کله د فافيي کلمې د قافيوي اړتيا ترڅنګ له رديف سره د معنوي تړاو له اړخه هم په نظر کې ونيسي او لوستونکي ته ډېر زړه را ښکوونکي او په عين حال کې طبيعي ښکاره شي، دې موسيقي ته معنوي موسيقي وايي چې د پياوړو او اوچتو شاعرانو ځانګړتيا ده.
   کله چې يو شاعر په خپل شعر کې وړاندې ياد شوي څلور عناصر په پوره شاعرانه مهارت او مناسبه توګه وکاروي او په شعر کې يې تړاو هم منطقي او ښکلى وي، نو دا چاره په خپله په شعر کې د شعريت رامنځته کېدو سبب ګرځي.
   شعريت د شاعر هنر دى، دا هنر داسې څه نه دي چې د خلکو په ورځينو خبرو او کلمو کې يې پيدا کړو، د موزون کلام يا په وزن او قافيې سره د يوه کلام پنځول يو ډلې عالي او ستر هنر دى چې هر انسان دغه کار نه شي کولى، خو که بيا هم دا ډول کلام( موزون کلام) له شعريت څخه خالي شو، نو بيا شعر نه، بلکې نظم ورته وايو، چې غوره بېلګې يې زموږ په لرغونې او کلاسيکه دوره کې ځينې نصحتي اوعرفاني شعرونه دي چې شعريت نه لري.
کله چېرته همدغه د کلاسيکې دورې موزون کلام شعريت ولري، نو زړه راښکون يې له معاصر شعر نه زيات دى او د خلکو له خوا د زيات هر کلي سره مخ شوي دي، خو ددې برعکس په کومو شعرونو کې چې شعريت نه وي، د ادب په تاريخ کې يوازې د منظوم کلام په توګه پاتې کېږي او د هنر او شعريت له اړخه پرې حساب نه شي کېدلى.
     د شعراو نظم تر منځ يو توپير په همدې کې دى چې نظم تش د الفاظو اوډون دى، يوتش اوږد پيغام په کې پالل کېږي، ممکن خيال يا عاطفه په کې وي، خو د شعريت ډېره تمه نه ورنه کېږي، شعر بيا له نظم نه په دې بېلېږي چې هنري ښکلا او شعريت لري، انساني عواطف او احساسات داسې په لړزه راولي لکه په لښتي کې روانې اوبه چې د خپلو غاړې او ډډو واښه خوځوي.
   له قافيه او وزن لرونکي کلام کې که شعريت هم نه وي، نو يو د پايښت له اړه تر څه وخته ګوزاره کوي، خو که چېرته شعريت په سپين او ازاد شعر کې شتون ونه لري، نو ډېر ژر له د خلکو له منځه ورکېږي او د ژبې او ادب په ارزښتمونو ميراثونو کې ځاى نه شي خپلولى .
   اوسمهال چې په پښتو ژبه کې ګڼو ځوانو شاعرانو شعر ته مخه کړې او نوې شعري پنځونې لري، نو د شعريت خواږه يې په شعر کې حس کېږي، سره ددې چې د فورم او منځپانګې له اړه د پخوانيو دورو يا کلاسيک پېر له شعر سره ډېره اړيکه نه لري او ډېر کم داسې معاصر شاعران به ومومو چې د شاعرۍ پر باغ و بڼ کې يې د کلاسيکې دورې د شعر رنګ او بوى حس کړو.
   د پښتو ژبې د کلاسيکې دورې ډېر شعرونه په ځانګړي ډول غزلونه له شعريت نه ډک دي، اوسني ځوان شاعران ډېر کم د هغوى د دېوانونو او شعرونو پاڼې اړوي او د شعريت له خوږو او شاعرانه هنر يې معلومات لري، که ويې لولي؛ نو په شاعرۍ کې به ورته ډېرې تړلې دروازې خلاصې شي او د هغوى د شعريت او د شعر له داخلي موسيقي به ډېر څه زده کړي.
٢٠١٤ د نومبر ٢٤مه

No comments:

Post a Comment