Thursday 5 February 2015




                    


                                        په قرآن کریم کې دزړونوډولونه 


 دزړه هغه ډولونه  چې په قرانکریم کې یې یادونه شوې ده ، په لومړي ویش کې قرانکریم زړونه په دوه ډوله کړې دي چې په ټولیزه توګه یې موږ په ښه اوبد زړه سره نومولی شو او وروسته یې بیا د دواړو مختلف ډولونه راخیستي دي چې په لنډه توګه یې دلته را اخلو لوړمړۍ ډول (ښه) زړونه :
 روغ زړه
داهغه زړه ده چې له الله جل جلاله سره مخلص وې اوله کفر، نفاق او رزالت نه پاک وې ، قرانکریم وایې :{ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّـهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ }﴿الشعراء: ٨٩﴾ …مګر هغه څوک نه چې الله جل جلاله په روغ زړه راشې .
منيب زړه
داهغه زړه دی چې هر وخت الله ته ورګرځي یعني که د دنیا په کومه بوختیا کې دغفلت څپه پرې راشې سمدستې الله ته وګرځې ، هر وخت توبه کاږې اودالله په نمانځنه اوعبادت بوخت وې .قرانکریم وایې :{ مَّنْ خَشِيَ الرَّحْمَـٰنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ }﴿ق: ٣٣﴾ هغه څوک چې له بښونکي خدای نه په غیاب کې ویریږې اوله منیب زړه سره راشې .
عاجز زړه
داهغه زړه دی چې تل الله ته عاجزه او دخضوع په حالت کې وې، ډاډه وې او دالله جل جلاله په یاد بوخت وې، قرانکریم وایې :{ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ }﴿الحج: ٥٤﴾ نو هغه الله ته د دوی زړونه عاجزه وې .
وېرېدونکی زړه
داهغه زړه دی چې له الله جل جلاله څخه ویریږې اوتل په دي ډار کې وې چې دده عمل به الله ته قبول شوی وې او که نه اودا ویره یې هم په زړه کې وې چې دالله له عذاب نه به وژغورل شې، قرانکریم وایې : { وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ }﴿المؤمنون: ٦٠﴾ اوهغه څوک چې ورکوې هغه څه چې دوی ته ورکړل شوې وې اوزړونه یې په ویره کې وې چې دوی به خامخا الله ته ورځې .
متقي زړه
دا هغه زړه دی چې دالله شعایر لوړ اوعظیم ګڼي یعني له هر شې سره چې الله یادیږې هغه شی دی ستر او لوړ ګڼې .قرانکریم دا ډول زړ ه داسې یاد کړی دی :{ ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّـهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ }﴿الحج: ٣٢﴾ دا او هغه څوک چې دالله شعایر لوړګڼې نودا د زړونو له تقوی نه ده .
هدايت موندونکی زړه
داهغه زړه دی چې دالله په قضا اوپریکړه راضي اوخوشاله وې اودهغه هر امر ته یې د تسلیم او منني غاړه ایښې وې لکه قرانکریم چې وایې: { وَمَن يُؤْمِن بِاللَّـهِ يَهْدِ قَلْبَهُ }﴿التغابن: ١١﴾ اوڅوک چې په الله ایمان ولرې دهغه زړه به په سمه لاره برابر شې .
ډاډه زړه
دا هغه زړه دی چې دالله په توحید او یاد سره ډاډه او بي غمه وې لکه قرانکریم چې وایې: { وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّـهِ }﴿الرعد: ٢٨﴾ او دالله په یاد سره ددوی زړونه ډاډ مومې .
ژوندی زړه
داهغه زړه دی چې الله جل جلاله دتیروامتونو د سرکشو خلکو کومي کیسې بیان کړي دي او دهغوی انجام یې ذکر کړی دی دی په هغه پوهیږې او دپند او عبرت توکې ورنه اخیستلی شې { إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ } ﴿ق: ٣٧﴾ یقینا په دي کې دهغه چا له پاره پند اوعبرت پروت دی چې ژوندی زړه لرې . دا هغه زړونه وو چې موږ په ښو زړونو سره نومولي وو اوس راځو دهغه زړونو بحث ته چې قرانکریم بد یاد کړي دي او هغه هم څو ډوله دي .
ناروغ زړه
داهغه زړه دی چې دشک او منافقت په رنځ اخته وې له فسق اوفجور نه ډک وې او دحرامو دشهوانیت ناروغي لرې قرانکریم داډول زړه داسې یادکړی دی: { فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ } ﴿الأحزاب: ٣٢﴾ نودچا په زړه کې چې ناروغي وې دهغه به تمه پیداشې .
وړوند زړه
دا هغه زړه دی چې نه ویني او نه دحق ادراک کولی شې اونه دپند اوعبرت اخیستلو وړتیا لرې، قرانکریم ددي ډول زړه په اړه وایې : { وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ } ﴿الحج: ٤٦﴾ بلكي هغه زړونه ړندیږې چې په سینوکې دي .
غافل زړه
داهغه زړه دی چې له قرانکریم نه غافله وې د دنیا په مینه ، شهوتونو او باطلو اخته وې اوقرانکریم چې څه وایې په هغه ځان نه پوهوې قرانکریم وایې : { لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ }﴿الأنبياء: ٣﴾ د دوی زړونه په غفلت کې دي .
ګناهګار زړه
دا هغه زړه دی چې دحق شاهدي او دحق ښکاره کول پټوې قرانکریم وایې :{ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ } ﴿البقرة: ٢٨٣﴾ تاسو دحق شادي مه پټوئ اوڅوک یې چې پټه کړې دهغه زړه ګناه ګار دی .
کبرجن زړه
دا هغه زړه دی چې د الله جل جلاله توحید نه مني او دهغه بندګې نه کوې د ډیر ظلم او سرکشې له کبله له غرور او تکبر نه ډک وې قرانکریم وایې : { كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ }﴿غافر: ٣٥﴾ داراز الله په هرکبرجن او سرکشه زړه مهر لګوي.
سخت زړه
دا هغه زړه دی چې له میني او محبت نه تش وې او رحمت او مودت نه پیژنې قرانکریم وایې : { وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ } ﴿آل عمران: ١٥٩﴾ اوکه ته سخت او سخت زړی شې نودوی به ستا له شاوخوا نه وګرځي .
مهر شوی زړه
دا هغه زړه دی چې مهر پرې لګیدلی وې نه حق اورې اونه پرې پوهیږې قرانکریم وایې : { وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ } ﴿الجاثية: ٢٣﴾ اوپه غوږونو او زړه یې مهر وهل شوی دی .
کلک زړه
دا هغه زړه دی چې ایمان ته نه نرم کیږې او ترټنه او وعظ اغیز نه پرې کوې اودالله جل جلاله له یاد او ذکر نه یې مخ اړولی وې قرانکریم دا زړونه داسې یادکړې دي: { وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً }﴿المائدة: ١٣﴾ اوموږ د دوی زړنه کلک ګرځولي دي .
بې پروا زړه
دالله له یاد او ذکر نه بي پروا او غافل وې دخپل څښتن له بندګي نه دخپل نفس پیروې ډیر خوند ورکوې لکه قرانکریم چې وایې :{ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا }﴿الكهف: ٢٨﴾ دچا زړونه چې موږ زموږ له یاد نه غافل کړي دي دهغه پیروې مکوه .
پوښلی زړه
هغه زړه چې پوښلی او دباطل په پرده کې پټ وې اودپیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره دهغه زړه ته نشې ننوتلی ، قرانکریم وایې : { وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ } ﴿البقرة: ٨٨﴾ اودوی به ویل چې زموږ زړونه پوښلي دي .
کوږ زړه
داهغه زړه دی چې له حق نه کوږ شوی وې په کږه او ناسمه لاره روان وي، لکه قرانکریم وایې : { فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ }﴿آل عمران:7﴾ او هغه خلک چې په زړونو کې یې کوږ والی وې .
شکمن زړه
دا هغه زړه دی چې له شکونو او حيرانتيا ډک وې، دا ډول خلکو په خپل عقل ویسا او باور کړی وې او دانساني عقل لږ ځواکي یې له شکونو او وهمونو زوږنه ډک کړې وي اوپه دي ډول له حق نه کاږه او بیلارې شوي وي دازړونه قرانکریم داسې یاد کړې دي { وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ }﴿التوبة: ٤٥﴾ او ددوی زړونه په شک کې ولویدل .

No comments:

Post a Comment