Thursday 5 February 2015


میرمن عینو څوک وه؟


میرمن عینو د کندهار د نامتو ښځو څخه وه. چی احساس یا درک يي د یادونې او ستاینې وړ دي.
مرحوم رشاد صاحب د میرمن عینو په هکله خپل په کتاب کي داسی لیکلی :
« د کندهار کابل پر لویه لاره یو کاریز وجود لري، دا کاریز د «عینو کاریز یا کاریز عینو» په نامه یادیږي. 
«عینو» د کندهار په روستائی سیمه کي د یوي با احساسه ښځي نوم وو، چي احمدشاه بابا دا کاریز هغي ته ور وبخښي او د هغي په نامه یي ونومه وي».
په څه خاطر دا کاریز د عینو په نامه یادیږي؟
احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د هندوستان څخه د کندهار پر خوا راتلې. کندهار ښار ته نیژدې وه چی ماښام سو. احمد شاه بابا خپل لښکر ته د توقف او استراحت امر ورکړ؛ تر څو سهار په روښنایي کي د کندهار پر لوري حرکت وکړي او د کندهار ښار ته وارد شي.
په نیمه شپه کي د احمدشاه بابا د سپاهیانو څخه یو سپاهي چی کور یي په هغه سیمه کي وو، بي له اجازي د لشکرګاه څخه ووت او خپل کورته خپل د میرمني «عینو» دیدن ته ولاړي. 
«عینو» چي خپل خاوند ولیدي، ډیره زیاته خوشحاله سول. او د خپل خاوند یا میړه څخه یي وپوښټل: 
عینو: د هندستان له سفر څخه فاتح را ستون شوي؟
خاوند: بلی هو.
عینو: احمدشاه بابا هم په خیر را ستون شوي دې؟ هغه نن شپه چیري دې؟
خاوند: بلی هو بابا هم په خیر را ستون شوي دې، او نن شپه په قرارګاه کي د لښکر سره دي.
عینو: نو چي هغه په قرارګاه کي د لښکرو سره دې او تر اوس محاله کورته نه دي ستون شوې، نو ته څنګه کورته راغلې؟ یوازي ته زړه لري چی ژر دي د کور راتګ ته تلوار وو؟ 
که خلک خبر شول نو دا ستا کار به زما دپاره یو لوی پیغور او طعنه پاته سي. خلګ به وايي چی د عینو خاوند یو نیم کال په جنګ کي د احمد شاه بابا سره د کور څخه لیري طاقت راوړی وو، لیکن یوه شپه نور یي طاقت نسواۍ کولاۍ چی د خپل کور او میرمن څخه لیري اوسي.
اوس نو تر دي ترمخه چی څوک تا دلته وویني، ژر بیرته قرارګاه ته ولاړ سه !
میرمن عینو ددغي خبري سره د کور ور پورې کړ او خاوند یي بیرته قرارګاه ته ولیږې.
سهار چی احمد شاه بابا له قصي نه خبر سو، نو یي امر ورکړ چی میرمن عینو دي د ده حضور ته را وغوښتل سي.
میرمن عینو د احمد شاه بابا حضور ته حاضره سوه، لومړی یي احمد شاه بابا ته د پانی پت جګړي تبریکي ورکړه او وروسته یي د تیری شپی قصه ورته بیان کړل.
احمد شاه بابا میرمن عینو ته وویل: افرین دي پر تاسي، هغه کار چی تا کړي هغه د ستاینې وړ دي، ستا دغه شریفانه احساس و افغانی تربیت د ستاینې وړ دي. 
نو هغه کاریز چی د دولت ملکیت وو د میرمن عینو په نامه ونومه وي اومیرمن عینو ته یي ور وبخښی.
وروسته میرمن عینو د خپل خاوند، مور او احمد شاه بابا سره د کندهار ښار ته ولاړل. 
میرمن عینو ته د کاریز بخښل او د هغي د افغانی شهامت داستان ، په ټوله کندهار کي خپور سو. 
دا کاریز نن ورځ هم د کندهار کابل پر لویه لار کي وجود لري او د عینو په نامه یادیږي.
د میرمن عینو احساس ته سلام.

No comments:

Post a Comment