Friday 10 October 2014


دخنزیر غوښه په اسلام اوساینس کې ۱- ۲ برخه

                                                                     
AR27
هغه څه چې الله جل جلاله حرام کړی دي په هغوشیانوکي شک نشته چې داخروي تاوانونه برسیره دنیاوي نقصانونه  اوکړاوونه هم پکښې شتون لري، اوپه هرشی کي دانه دی پکارچې موږئې څېړنه اوپلټنه وکړوچې ولی الله جل جلاله داشی حرام کړی اویایی حلال کړی دی، ترټوله ښه خبره داده چې دادالله جل جلاله حکم دی زموږقبول دی، داچې ولی موږساینسي معلومات دالهي احکاموسره یوځای بیانووله دې څخه موموخه داده چې حتی په الهي احکامودیوه ډېرساده انسان هم سرپه خلاصیږي  چې الله جل جلاله داشی حرام کړیدی نوپه دغه شی کي دانقصانونه شته دی، اولابه هم ډیروي، اوبل داچې هغه تعلیم یافته قشر چې اسلامي معلومات نلری اویواځی اویواځی یی عصري تعلیم ئې حاصل کړی وي دهغولپاره یولارښوددي،
اوهمدارنګه وهغوخلکوته چی اسلام ته دشک په سترګه ګورئ یوه دهدایت دروازه ده،  ساینس داسلام لپاره دیوه خادم په صفت موږورسره یوځای کوونه دمخدوم په صفت، په دې کي بله فلسفه دانغښتې ده چې وخلکوته داجوته شی چې اسلام یوحق  الهي دین دي اوهغه څه چې ئې حلال کړیدی علاوه داُخروي ګټواوښادیوڅخه دنیاوي ګټې اوسوکالۍ هم لری، اوهغه څه چې ئې حرام کړیدی نوپه هغوشیانوکي علاوه داُخروي تاوانونوڅخه دنیاوي تاوانونه، تکلیفونه اوکړاوونو هم پکښې شتون لري.
اوس زه غواړم چې دخوګ(خنزیر) پرغوښواویانورواجزاوباندی  هغه څېړنې چې شوی دي په نړیواله توګه سره داسلام اوساینس په رڼاکي وتاسوته وړاندی کړم ترڅوستاسوعلمي تنده ورباندی ماته  اودعرفان بڼ موورباندی خړوبه شي.
په قرآن عزیزکي دخنزیرحرمت څلورځایه راغلی دي، چې داپردې باندی دلالت کوی چې دخنزیرغوښه په څومری ټینګارسره منع شوی ده، اوهغه څلورځایونه دادي:۱سورت بقره ، ایات ۱۷۳
۲سورت المائدة، ایات ۳
۳سورت الانعام، ایات ۱۴۵
۴سورت النحل، ایات ۱۱۵
الله جل جلاله فرمایی:انماحرم علیکم المیتةوالدم ولحم الخنزیرومآاهل به لغیرالله فمن اضطرغیرباغ ولاعاد فلااثم علیه ان الله غفوررحیم سورت البقره: ۱۷۳
ژباړه:بې شکه چې الله پرتاسی مرداره اووینې اودخنزیردغوښی (خوړل) اودهغه څه خوړل حرام کړی  دی چې دحلالولوپروخت پرې دالله له نوم پرته بل څه ویل شوی وي، خوپه داسی حال کښې چې څوک اړشي اوله حده تیری ونه کړی نود(یادوشویوتوکيوپه خوړلوکښې ورته  کومه ګناه نشته، بې شکه چې الله بخښونکي، پوره رحم کوونکي دي.تفسیر:دریم شی چې په ایات کي حرام کړشوی دي هغه دخنزیرغوښه ده، په ایت کښې دخنزیردحراموالی سره دلحم (غوښې) قید لګولی شویدي، امام قرطبی رحمة الله علیه  وایی:چې له دې نه غرض داخبره ده چې دغوښې په ګوته کول اصلي موخه نه ده بلکې دده ټول شیان هډوکي، څرمن، ویښتیان ، پلې اونورټول دامت په اجماع سره حرام دي، لیکن دغوښې توری چې راغلی دی نوپه دې کي ودې ته اشاره ده چې خنزیردنوروحراموځناورو په شان نه دی چې هغه په ذبح کولوسره پاکيږی اګرکه خوړل ئې حرام دي ځکه چې خنزیر په حلالولوسره نه پاکيږی داځکه چې خنزیرنجس العین دی (په اصل کي نجس دی) اوهم حرام دی.دمجبورتياپه حالت کي حرام شيان ددارودرمل په ډول استعمالول
دذکرشوی ایات نه داجوته شول چې دکوم کس ژوندچې په خطرکي وي نوهغه دخپل ژوندد ساتلوپه موخه حرام شیان ددرمل په ډول سره استعمالولای شي، دابه هغه شرطونه وی لکه چې دایات مبارک نه معلومیږی، اوهغه داچي :اول : داچې دمجبورتیاحالت به وي، دژوندخطربه وي،دمعمولی ناروغۍ داحالت نه دي.دوهم:  داچې حراموڅخه ماسوابل شی ددرملنې لپاره به نه وي، یااغیزمن نه وی اویاهم موجودنه وي.دریم داچې ددې حراموپه استعمال سره به دژوندپاتی کيدل یقینی وي، لکه چې دلوږې نه دمجبورۍ ژوند، نه داچې ددې دواپه استعمال کي لذت وي،اوضرورت نه وي.څلورم : داچې دحرام دارودرمل داندازې څخه زیات استعمال نشي
پنځم:  داچې دادارودرمل به دخونداخستلولپاره نه وي.معارف القرآن ۱ ټوک، مخ ۸۳- ۹۰
لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه
دحضرت ابودرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې الله جل جلاله ناروغی اودهغې درملنه دواړه نازل کړی دی اودهری ناروغۍ لپاره داروشته نو له همدې کبله درملنه وکړی خوپه حراموسره درملنه مه کوي.دحضرت عبدالرحمن بن عثمان رضی الله عنه څخه روایت دی یوه طبیب دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دچونګښې په هکله پوښته وکړه چې ایازه دغه په دواکي شامله کړم ؟ نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم دهغې دوژلوڅخه منع کي.دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دناپاکودواوداستعمال څخه منع فرمایلې ده.
(
ابوداؤد، کتاب الطب باب الادویة المکروهة)دحضرت وائلبی حجررضی الله عنه څخه روایت دی چي سویدبن طارق یاطارق بن سویددنبی کریم صلی الله علیه وسلم دشرابوداستعمال په هکله پوښتنه وکړه هغه ورڅخه منع کړه،ددوهم ځل لپاره ئې ورڅخه پوښتنه وکړه هغه ئې بیامنع کړ هغه وویل یادالله نبی صلی الله علیه وسلمه دادواده نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل دادوانه بلکې ناروغی ده.
(
ابوداؤد، کتاب الطب باب الادویة المکروهة، ابن ماجه فی الطب والدارمی فی الاشربه)فقهی مقالات، ۴ ټوک په حراموشیانوسره درملنه، ۱۴۷- ۱۴۹
لیکوال: شیخ الاسلام محمدتقی عثمانی صاحب
.......................................................................... دوهمه برخه....................................................................

دهرډول حیوان پوست په دباغت سره پاکيږی اواستعمال ئې روادی مګرنه دخنزیر،
دخنزیرڅخه ماسوادهرحیوان غاښ پاک دی اودهغه استعمال جایزدی
دخنزیردهډوکواستعمال جایزنه دی داځکه چې هغه نجس العین دی
دهرحیوان پوست چې رنګ کړل شی اودباغت یی وشی نودهغه هرډول مصنوعات روادی ماسوادخنزیرڅخه داځکه چې هغه په دباغت سره نه پاکيږی.
آپ کي مسایل اوراًن کاحل ټوک ۴: ۲۳۶
لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه
دخنزيردهيڅ شی څخه بايداستفاده ونشی که څه هم شفاپکښې وي لکه:
ولایرخص للتداوی بلحم الخنزیروان عین.
ژباړه: که څه هم داجوته شی چې دخنزیرپه غوښوکي شفاشته بیاهم نه ده رواچې ددرملني لپاره دخنزیرغوښه استعمال شي.
فقه الاسلامي ټوک ۴، پاڼه ۲۶۱۰
لیکوال: استاددوکتوروهب الزحیلی
دانسان ژوندپردووشیانوباندی راګرځي، بدن اوروح، چې په اسلام کي ددې دواړپرپاکوالی باندی ټینګارشوی دی، هغه خوراک چې انسانان ئې خورئ هغه خوراک مستقیماپرروح باندی هم اغیزې لري، نوله همدې کبله په اسلام هغه شیان چې وسالم روح ته تاوان نه رسوئ حلال دی اوبرعکس هغه توکي چې وبدن اوسالم روح ته تاوان رسوئ هغه ټوله حرام دي،داثابته خبره ده چې هغه قوم چې دخنزیرغوښه خورئ په هغوکي دخنزیرطبعیت شتون لری اوهمدغه قوم داخلاقوله پلوه ډیرټیټ بلل شوی دي.
خنزيرپه عيسايت کي هم حرام دی
په (الکتاب المقدس) عربي بایبل کي په الاویین ۱۳۴ مخ کي دنجسواوپاکوحیواناتو سرلیک لیکل شوی دی اوهغه داچي:
شریعة الطاهروالنجس من الحیوان
الکتاب المقدس للاویین ۱۳۴، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان ۱۹۹۵
دعیسایانوپه مقدس کتاب بایبل کی راغلی دي:
تاسی دخنزیرغوښه مه خورئ اومه دهغه ولښ (مړجسد) ته لاس وروړی داځکه چې هغه ستاسولپاره نجس دي اوناپاک دی. (احبار ۱۱: ۷- ۸)
همدابیان په استثناء ۱۴: ۸، اشعیاء ۶۵: ۲- ۵ کي هم راغلی دی.
دخنزيرغوښه اونوی ساينسي څېړنې:
دخنزیرغوښه چې الله جل جلاله حرامه کړیده په دې کښې ډیرتاوانونه اونقصانات شتون لري، په عمومي ډول سره ددې غوښې څخه چنجیان پیداکيږی لکه (تریشیفوز، سولیوم) اوداسی نور... چې همداچنجیان دانسانانولپاره دناوړوناروغیوسبب ګرځی اوکله خوبیاهم دمرګ سبب هم ګرځي، داچنجیان په لږحرارت سره نه وژل کيږی، له دې چنجیانوڅخه علاوه دخنزیرپه غوښه کي حمض البول (یوریک اسید) یاهغه مالګه چې په بولوکي شتون لری دخنزیرپه غوښه کي نسبت ونورحیواناتوته زښته ډیره شته، دخنزیردبولوسره دامالګه ډیرلږخارجیږی،دبیلګې په ډول سره دانسان په بولوکي ۹۰٪ سلنه دپښتورګوپه مرسته سره همدامالګه خارجیږی، حال داچې دخنزیرپه بولوکي ۲٪ سلنه خارجیږئ ،اودامالګه دخنزیرپه غوښه کي په زیاته اندازه سره پاتی کيږی له همدې کبله خنزیردبندونودردونه لری اوهغه کسان چې دخنزیرغوښه خورئ هغه هم تل دروماتیزم دتکلیفونوسره لاس اوګریوان وي.
ددې څخه علاونه دخنزیرطبعیت داسی جوړدی چې دهرډول نجاست اوګندګیوڅخه استفاده کوي اوپاته دی نه وی چې همدانجاست اوګندګې په غوښوکي ژوره اغیزه کوي اوغوښې ټولې فاسدوي.
یوې امریکایی اکيډمی (American Academy) چې کومې څیړنې دخنزیرپرغوښوباندی کړیدی پایله ئې داراوتلې ده چې زیات خلک دخنزیردچنجیانوڅخه په کړاوونوکي راګیردي.
(اعجازعلمي قرآن: پاڼه ۱۸۵- ۱۸۷)، ۱۳۷۹
لیکوال: اکادیمیسن عبدالاحدعشرتي
دخنزیردغوښوپه حراموالی کي ډیرزیات رازونه نغښتي دي، چې ځینی ئې ساینس راڅرګندکړی دی اوپرځینویی لاڅیړنې رواني دي، خنزیرپخپل طبعیت کي دوه ناوړه خاصیتونه لری:
۱دهرډول نجاست خوړل
دخنزیرطبعیت داسی جوړدی چې هرډول نجاست خورئ، په هغوځایونوکي چې وانسانانوته نژدي وي دانسانانوټول نجاست خنزیران خورئ، خوپه اوسني وخت چې دخنزیرانولپاره مناسب ځایونه شتون لری بیایی هم طبعیت پلیت دی اوهغه داچې خنزیرخپل اودبل داټوله نجاست خورئ، نوځکه دی تل نجس دی اونجاست خورئ.
۲شهوت پرستې.
په ټولوحیواناتوکي خنزیربې شرمه حیوان دی، داځکه چې دی ونوروخنزیرانوته بلنه ورکوي چې دده دخنزیرې ښځې سره جنسی اړیکي وساتي، همداوجه ده چې په کوموهیوادونوکي دخنزیرغوښه خوړل کيږی دهغوخلکوطبعیت دخنزیروي، په پرمختللی هیوادونوکي همدادخنزیرطبعیت له ورایه جوتیږی، دامعمولی خبره ده چې که یوسړی په یوه کورکي شپه تیروی اوبل یی دده په کورکي شپه تیروی.
په سویډن ۶۰- ۷۰ ٪ سلنه انجوني دواده څخه مخکي ماشومان زیږوي، چې همداددې خنزیر بی شرمې ده چې وانسانانوته انتقال شوی ده،
نوربیا.........

No comments:

Post a Comment