Friday 3 October 2014

کورپانه

میرمن عینو څوک وه؟

 میرمن عینو د کندهار د نامتو ښځو څخه وه. چی احساس یا درک يي د یادونې او ستاینې وړ دي. مرحوم رشاد صاحب د میرمن عینو په هکله خپل په کتاب کي داسی لیکلی : « د کندهار کابل پر لویه لاره یو کاریز وجود لري، دا کاریز د «عینو کاریز یا کاریز عینو» په نامه یادیږي. «عینو» د کندهار په روستائی سیمه کي د یوي با احساسه ښځي نوم وو، چي احمدشاه بابا دا کاریز هغي ته ور وبخښي او د هغي په نامه یي ونومه وي». په څه خاطر دا کاریز د عینو په نامه یادیږي؟ احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د هندوستان څخه د کندهار پر خوا راتلې. کندهار ښار ته نیژدې وه چی ماښام سو. احمد شاه بابا خپل لښکر ته د توقف او استراحت امر ورکړ؛ تر څو سهار په روښنایي کي د کندهار پر لوري حرکت وکړي او د کندهار ښار ته وارد شي. په نیمه شپه کي د احمدشاه بابا د سپاهیانو څخه یو سپاهي چی کور یي په هغه سیمه کي وو، بي له اجازي د لشکرګاه څخه ووت او خپل کورته خپل د میرمني «عینو» دیدن ته ولاړي. «عینو» چي خپل خاوند ولیدي، ډیره زیاته خوشحاله سول. او د خپل خاوند یا میړه څخه یي وپوښټل: عینو: د هندستان له سفر څخه فاتح را ستون شوي؟ خاوند: بلی هو. عینو: احمدشاه بابا هم په خیر را ستون شوي دې؟ هغه نن شپه چیري دې؟ خاوند: بلی هو بابا هم په خیر را ستون شوي دې، او نن شپه په قرارګاه کي د لښکر سره دي. عینو: نو چي هغه په قرارګاه کي د لښکرو سره دې او تر اوس محاله کورته نه دي ستون شوې، نو ته څنګه کورته راغلې؟ یوازي ته زړه لري چی ژر دي د کور راتګ ته تلوار وو؟ که خلک خبر شول نو دا ستا کار به زما دپاره یو لوی پیغور او طعنه پاته سي. خلګ به وايي چی د عینو خاوند یو نیم کال په جنګ کي د احمد شاه بابا سره د کور څخه لیري طاقت راوړی وو، لیکن یوه شپه نور یي طاقت نسواۍ کولاۍ چی د خپل کور او میرمن څخه لیري اوسي. اوس نو تر دي ترمخه چی څوک تا دلته وویني، ژر بیرته قرارګاه ته ولاړ سه ! میرمن عینو ددغي خبري سره د کور ور پورې کړ او خاوند یي بیرته قرارګاه ته ولیږې. سهار چی احمد شاه بابا له قصي نه خبر سو، نو یي امر ورکړ چی میرمن عینو دي د ده حضور ته را وغوښتل سي. میرمن عینو د احمد شاه بابا حضور ته حاضره سوه، لومړی یي احمد شاه بابا ته د پانی پت جګړي تبریکي ورکړه او وروسته یي د تیری شپی قصه ورته بیان کړل. احمد شاه بابا میرمن عینو ته وویل: افرین دي پر تاسي، هغه کار چی تا کړي هغه د ستاینې وړ دي، ستا دغه شریفانه احساس و افغانی تربیت د ستاینې وړ دي. نو هغه کاریز چی د دولت ملکیت وو د میرمن عینو په نامه ونومه وي اومیرمن عینو ته یي ور وبخښی. وروسته میرمن عینو د خپل خاوند، مور او احمد شاه بابا سره د کندهار ښار ته ولاړل. میرمن عینو ته د کاریز بخښل او د هغي د افغانی شهامت داستان ، په ټوله کندهار کي خپور سو. دا کاریز نن ورځ هم د کندهار کابل پر لویه لار کي وجود لري او د عینو په نامه یادیږي. د میرمن عینو احساس ته سلام. مننه

No comments:

Post a Comment